له سري څخه د انسان وژني لپاره اخيستل کيږي
۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبهسناتور رابرت کيسي له پاکستان څخه واشنګتن ته د يو ويدويي کنفرانس له له لاري وويل چي هغه د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو او دغه راز له سناتورانو سره په دي هکله خبري وکړي چي افغانستان ته د کيمياوي سري، «امونيم نايتريت» د صادراتو کچه کمه کړي. له دغي سري څخه چي ډير ارزانه ده د سړک د غاړي د ټ خښ کړاي شوو مينونو او بمونو لپاره کار اخيستل کيږي.
کيسي وويل چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو د ستراتيژي په تطبيق کي پاکستان مهم نقش لوبولي شي او دي هڅه کوي چي پاکستاني اړخ پپه دي قانع کړي چي دا د هغوي په ګته ده چي په افغانستان کي ثبات ټينګ شي او د جګړي ټغر ټول شي.
هغه وويل: «د پاکستان د مشري د قانع کولو لپاره زه فکر کوم چي مونږ يو څه ښه پرمختګ ګړي دي تر څو افغانستان ته د امونيم نايتريت په استولو کي لازم کموالي رامنځ ته کړي.»
هغه وويل چي له نوموي مشري سره په دي هکله هم خبري وشوي چي د پاکستان عام خلک د دغي کيمياوي سری له خطرونو خخه خبر شي چي له هغي څخه نه يواځي په کرهنه، بلکه په «انسان وژلو» کي هم کار اخيستل کيږي.
سناتور کيسي د پاکستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ له مشر اشفق کياني سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل: « مونږ ته وويل شول چي هغوي به د کيمياوي سري د صادراتو د کچي په کمولو کي په همدي مني کي په اقدام لاس پوري کړي، خو سمدلاسه يي مخنيوي نه شي کيداي.»
کيسي د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د نژدي ختيځ او د جنوبي او مرکزي آسيا د چارو د فرعي کميتي رييس دي. هغه وويل چي لږ تر لږه 368 امريکايي ښځينه او نارينه سرتيري د «پټ خښ کړاي شوو چادونکو» توکو د چادونو په نتيجه کي وژل شوي او يا ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه يواځي همدا سږ کال د سړک د غاړي د بمونو د چادونو له امله په افغانستان کي 125 امريکان وژل شوي دي.
پوځي کارپوهان وايي پداسي حال کي چي طالب ياغيانو د مخامخ او جبهه يي جګړو توان له لاسه ورکړي، « پټ خښ کړاي شوي مينونه د د هغوي « په اغيزمنه وسله بدله شوي ده.»
کيسي وويل: « ډيري سرتيري د عملياتو په وخت کي د پټ خښ کړاي شوو ميينونو او چادونکو توکو له امله وژل شوي دي.» هغه زياته کړه: «په همدي وجه مونږ بايد په هغي يوي ستراتيژي لاس پوري کړو چي د دغه ډول وسلو مخه ونيسو.»
نوموړي امريکايي سناتور دا هم وويل چي پاکستاني مشران لا تراوسه د مي د دوهمي نيټيي د عملياتو چي په نتيجه کي د پاکستان د خاوري په دننه کي د القاعدي د شبکي مشر اسامه بن لادن ووژل شو، ناراضه دي. خو هغه وويل: «سره له دي هم اسلام آباد چمتو دي چي له متحده ايالاتو سره د تروريزم ضد جګړه کي خپلي همکاري ته دوام ورکړي.»
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولي اڅکزی