1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کی بمی بريد مرګ ژوبلی رامنځ کړي

۱۳۹۰ مرداد ۲۹, شنبه

د هرات د امنیتی چارواکو د وينا له مخی په یوی ریکشاه کی د یو بم د چادونی له امله د ملی اردو دوه افسران وژل شوي اوه تنه نور ټپیان شوي دي. دغه حمله د هرات د لرغونو منارونو د بدیل سړک پر سر راامنځ ته شوه

https://p.dw.com/p/12KX0
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د افغانستان په غرب کې د 207 ظفر قول اردو ویاند، نجیب الله نجیبي، د پېښې پخلی وکړ او المان غږ ته يی وویل: «د 207 ظفر قول اردو د پرسونل د سپرلۍ موټر د قول اردو په لور د حرکت په حال کې وو چې د ریموت کنترول په واسطه یو بمی چادونی سره برابر شو. په دغه موټر کي څه نا څه 20 کسان سپاره ول.»

بجیبی زیاته کړه چي پېښه د سهار په 6:10 د هرات ښار د منارونو په سیمې کې رامنځ ته شوې ده.

«ماین په یوې ریکشا کې ځای پر ځای شوی وو او د ریموت کنترول د وسیلی په واسطه الوزلی شوی دی. . د دغې چاودنې په پایلې کې د ملي اوردو دوه تنه بریدمنان شهیدان شول. دري نور کسان سخت ټپیان شو یدي چې اوس تر درملنی لاند نیول شوي. پېښی پنځه نور کسان په سطحی توګه زخمې کړي دي چې دغه کسان د درملنی د تر لاسه کولو وروسته خپل کورونو ته استول شوي دي.»

تر اوسه پوري چا د دغي پېښی پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو د افغانستان په غرب کې د ملی اوردو ویاند، نجیب الله نجیبی، د دغې پېښی پړه پر طالبانو اچوي.

د پېښی ځینی عیني شاهدان وایی چي چاودنه ډیره پیاوړې وه خو ملکي کسانو ته یې کومه مرګ ژوبله و نه رسوله.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځی وړاندې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د سړکد غاړي یوه ماین 23 کسان ووژل او له لسو څخه زيات يی ټپیان کړل.

څه نا څه یوه میاشت وړاندې د هرات د ښار امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې. د کارپوهان په حواله که څه هم د هرات په ښار کې امنیت ښه دی خو د دغه ولایت په ولسوالیو کې کله نا کله امنیتې پېښی رامنځ ته کیږې.

هوشنګ هاشمی/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم