له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراجيږي
۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبهاعلان
د جرمني خبري آژانس (دي په اې) د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په حواله ليکلي دي چي د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې په ورځ به يوه بله ډله افغان مهاجر هم کابل ته ور ورسيږي.
د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي په ۲۲ پروازونو کي ۵۳۳ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.
آژانس دا روښانه کړې نه ده چي په دغه پرواز کي به څومره کسان او له کومو ايالاتونو څخه اخراج سي.
افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چي په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم خراب دی. د طالبانو او داعش پر ضد جگړې زور اخیستی او هره ورځ ملکي کسان د جگړې قرباني ګرځي. طالبان کابو هره ورځ پر حکومتي پوستو او اډو بریدونه کوي.
N.Z/K.H (dpa)
زموږ له ارشيف څخه: