1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د افغان مهاجرو د اخراج په اړه معاملې غوښتنه

۱۳۹۷ اسفند ۱۷, جمعه

د جرمني د شلیسوېگ هولشټاین ایالت د کورنيو چارو وزير هانس- یوآخیم گروټه غواړي له افغانستان سره د مهاجرو د اخراج په مسله کي له سره یوه نوې معامله وکړي.

https://p.dw.com/p/3EfQj
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د شلیسوېگ هولشټاین ایالت د کورنيو چارو وزير هانس یوآخیم گروټه د المان خبري آژانس یا dpa ته ویلي دي، چي «موږ کولای سو نور ډیر قوانین هم تصویب کړو، خو کله چي د مثال په ډول افغانستان په یوه چارتر الوتکه کي د موافقې مطابق۵۰ رد سوي مهاجر بیرته واخلي، دا نو بیا اصلأ هیڅ کفایت نه کوي.»

گروټه ټینگار وکړ، چي که څه هم په دې وروستیو وختونو کي د رد سوو مهاجرو په بیرته لیږلو کي د مرکزي حکومت همکاري په واضح ډول سره ښه سوې ده، مگر اوس هم د پاسپورټ پر عوض د نورو اسنادو د تهیه کولو لوی مشکل لا پر ځای پاته دی او حل سوی نه دی.

د گروټه په خبره د رد سوو مهاجرو د بیرته لیږلو پر وخت د فدرالي پولیسو ملتیا هم باید اطمیاني سي، چي که څه هم د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر په دې موضوع خبر دی.

په شلیسوېگ هولشټاین ایالت کي اوس تقریباً۸۷۰۰ داسي مهاجر ژوند کوي، چي رد سوي او په اخراجیدو باندي مکلف دي.

له دې جملې څخه یې۱۸۰۰هغه مهاجر دي، چي ډیر ژر باید اخراج سي او د پاتېدو هیڅ چانس نه لري. دا په دې معنی، چي د هغوی د پناه غوښتنلیکونه رد سوي او بې له یوې اقامې څخه په جرمني کي ژوند کوي.

مؤقتي ویزه یا دولدونگ هم هغه چا ته ورکول کیږي، چي «اخراج یې د مؤقت وخت له پاره ځندول سوی وي.» دغه ډول اقامه هغه وخت ورکول کيږي، چي که د مثال په ډول سره یوچا مسلکي زده کړي شروع کړي وي، یا د معتبرو اسنادو د نه درلودلو او یا مریضۍ په خاطر نه سي اخراجیدلای.

د دانیل گوینټر په رهبرۍ شلیسوېگ هولشټاین ایالت د مسيحي ديموکرات، زرغون او آزاد ديموکراتانو له گوندونو جوړ ایتلافي حکومت د تړون پر اساس د هر رد سوي مهاجر قضیه باید په کورنيو چارو وزارت کي ارزیابي سي. استثنا یوازي د مجرمو او یا خطرناکو رد سوو مهاجرو په برخه کي موجوده ده، چي اخراج ته یې«لمړيتوب» ورکول کیږي.

له بلي خوا بیا د جرمني مرکزي حکومت هم په اوس وخت کي د رد سوو مهاجرو د اخراج د ښه او ژر عملي کیدلو پر یوه قانون باندي کار کوي.

د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د همدې تیري فيبرورۍ میاشتي په نیمايي کي په دې هکله یوه مسوده نورو مسؤلو څانگو ته لیږلې ده.