غني د طالب زندانیانو د آزادولو له پاره لویه جرګه راغواړي
۱۳۹۹ مرداد ۱۰, جمعهنن د جمعې په ورځ او د لوی اختر په لومړۍ ورځ، ولسمشر غني په ارګ کې په خپله وینا کې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو پيل کیدو ته د هیلې څرګندولو ترڅنګ د ۵۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو اعلان وکړ.
ملت ته په خطاب کې ولسمشر غني همدا راز وویل چې یو شمیر طالب زندانیانو داسې جرمونه کړي چې زه یې د غفو صلاحیت نه لرم. غني وویل چې د دې کار له پاره به لویه جرګه راوغواړم څو د دغو طالب زندانیانو د آزادولو پریکړه وکړي. د ولسمشر په خبره، دغه جرګه به ډیر ژر را وبلل شي.
دا په داسې حال کې ده چې سر له نن څخه د اختر تر دریمې ورځې پورې افغان حکومت او طالبانو د اوربند اعلان کړی دی. سربیره پر دې، د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د حکومت له مشرانو سره په خپله وروستۍ ناسته کې د اوربند د تمدید او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هکله خبرې کړي دي.
بل لوري ته پرون د پنجشنبې په ورځ، وسله والو طالبانو بیا د حکومت د ۱۰۰۰ تنه زندانیانو د آزادیدو پروسې د بشپړوالي خبر ورکړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره د پاتې [طالب] زندانیانو تر آزادیدو وروسته په یوه اونۍ کې چمتو یوو. شاهین همدا راز ویلي دي چې طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره د طالب زندانیانو د آزادیدو پر لست توافق ته رسیدلي وو او دا چې دوی به له ليست پرته د نورو زندانیانو آزادیدل ونه مني.
ولسمشر غني نن په خپله اختریزه وینا کې وویل چې افغان حکومت د ښه نیت پر اساس به ۵۰۰ نور داسې طالب زندانیان آزاد کړي چې په ليست کې یې نومونه موجود نه دي. دا هم په داسې حال کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، بیا د ولسمشر غني حکومت د سولې «پر وړاندې یو» خنډ بللی دی.
سهیل شاهین اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې طالبانو ۱۰۰۵ حکومتي پرسونل، د پوځ، پولیسو او محلي ځواکونو غړي آزاد کړي دي. د هغه په خبره، وروستی زنداني د پنجشنبې په ورځ آزاد شوی دی.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو موضوع داسې مهال توده شوې چې پرون په لوګر ولایت کې یوې چاودنې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د راپورونو له مخې د لوګر په پیښه لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. طالبانو بیا د لوګر په پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.