غزني ـ داخلي برید کې لسګونه سرتیري وژل شوي دي
۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبهد غزني ولایت د ولایتي شورا غړو عصمت الله جمرود وال او امان الله کامران د یادې پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې یوه سرتیري د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر خپلو ملګرو سرتیرو ډزې کړي. چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې یو بل سرتیری چې ځان یې مړ اچولی وو، ټپي شوی دی. طالبانو بیا د دې برید مسوولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په دې برید کې یې لږ تر لږه ۳۲ تنه سرتیري وژلي دي. تر اوسه پورې د طالبانو د ادعا پخلی نه دی شوی.
په غزني ولایت کې وخت نا وخت دغه راز پیښې رامنځ ته کیږي. په تیرو دوو کلونو کې د غزني ولایت په ګڼ شمیر ولسوالیو کې د طالبانو په لاس ګڼ شمیر افغان سرتیري وژل شوي دي.
دغه برید داسې مهال کیږي چې د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې مذاکرات یو ځل بیا پیل شول. دغه مذاکرات د تیرې سپتمبر میاشتې په ترڅ کې د ولسمشر ترمپ له لوري په کابل کې د طالبانو تر یوه برید وروسته لغوه اعلان شوی وو.