عظيمي: له ۲۰۱۴کال وروسته د پوځ لګښت نه سو برابرولای
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبههغه ويلي و که چيري له ۲۰۱۴کال وروسته نړيواله ټولنه افغانستان يوازي پريږدي افغان حکومت دغه لګښت ته اوږه نسي ورکولای.
د ملي دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظيمي نن د ( اکتوبر ۲۵) په کابل کي وويل، چي د ملک اوسنی اقتصادي حالت د پوځ لګښت ته ملا نسي ټينگولای او نړيواله ټولنه بايد افغانستان يوازي پرېنږدي.
ټاکل سوې چي له ۲۰۱۴کال وروسته به ټول نظامي مسوليتونه د افغانانو پرغاړه وي او دغلته به د بهرنيو سرتيرو شمېر هم د اوس په پرتله خورا ټيټ وي.
د عظيمي په خبره دوی به د بن په غونډه کي له نړيوالو څخه د خپل پوځ د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړي.
جنرال عظيمي وايي دوی په دې ډاډمن دي، چي که تر ۲۰۱۴کال پوري خپل ټاکلي هدف ته ورسيږي نو هغه وخت به د اوس په څير د پوځ مالي لګښت دومره لوړ نه وي.
« کله چي افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودريږي نو اوسنی لګښت به نه وي، هغه وخت به مو خپله وسله او تجهيزات پوره کړي و، د پوځيانو روزنه به د اوس په څير نه وي، تاسيسات به مو جوړ وي».
د دفاع وزارت ويندوی د افغانستان په يو شمير سيمو لکه په جنوبي هلمند کي د زور پالو له ولکي د ډيرو کليدي سيمو د ايستلو خبره هم ورکړ.
عظيمي وويل چي د افغانستان د بريښنا د عمده مرکز کجکي بند ګرد چاپير کلي يې له طالبانو تش کړي او هلته پرتې لويي لاري هم د تګ را تګ له پاره پرانيستل سوي دي.
همدا ګړی د افغانستان په ډيرو سيمو کي د اميد په نامه عمليات روان دي.
د دفاع وزارت شمېرې ښيي چي په دغو عملياتو کي په سلګونو تنه دولت ضد اورپکي يا وژل سوي او يا هم د پوځيانو لخوا ژوندي نيول سوي دي.
دفاع وزارت په داسي حال کي د خپل دښمن د زور د ويلي کېدو خبره کوي، چي ټاکل سوې تر راتلونکو څو ورځو د امنيت د ليږد دوهم پړاو پلي سي. په دغه لړ کي به د اولسو ولايتونو امنيتي مشرتوب افغان دولت ته وسپارل سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل