1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ځواکونو د روزني لگښت نيمايي ته را کښته کيږي

۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

امريکا غواړي، چي په افغانستان کي د خپلو پوځي لګښتونو د کمولو په چوکاټ د افغان ځواکونو د روزني کلنی لګښت تر 6 ملياردو ډالرو راټيټ کړي. دغه خبره د افغانستان د پوځي لګښتونو مسؤل امريکايي چارواکي جنرال ويليام کالدويل کړې ده.

https://p.dw.com/p/12h1m
جنرال ويليام کالدويل
جنرال ويليام کالدويلانځور: AP

نوموړي له کابل څخه واشنګتن ته په يو ويديو تيلفوني مطبوعاتي کنفرانس کي پرون وويل، متحده ايالات تصميم لري چي په راتلونکو کلونو کي د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو د روزني او د هغوی د پوځي تجهيزاتو د سمبالښت لګښت په کال کي تر 6 ملياردو ډالرو (4,5 مليارد ايرو) پوري راټيټ کړي.

 

د هغه د وينا له مخي اټکل کيږي چي په راتلونکو کلونو کي به د ياغيانو په زور زياتيو کي کموالی راسي او ټاکل سوې پيسي به په اغيزمنه توګه ولګول سي.

 

په 2012  مالي کال کي د امريکا متحده ايالاتو د افغان ځواکونو د روزني او پوځي لګښتونو لپاره 12,8 مليارده ډالره ځانګړي کړي دي.

 

جنرال کالدويل وويل، چي په عمومي لګښتونو کي به سپما وسي، د ګرانو وسايلو پرځای به ارازن وسايل په کار ولويږي.

 

د بيلګي په توګه د افغانستان په امنيتي چاوڼيو کي د ګرانو او قيمت لرونکو ايرکانديشونو د نصبولو پر ځای باد ارزانه پکښي نصب کړای سي.

 

سر بيره پردې د افغانستان د امنيتي ځواکونو يونيفورمونه، له بوټو او موزو نيولي تر دريشي ګانو او بالاپوښونو پوري بايد له بهر څخه وارد نه سي، بلکي وروسته له دې د  دغه هيواد په دننه کي توليد سي.

 

د جنرال کالدويل په وينا له دې لاري هم کيدای سي، چي په پوځي لګښتونو کي کموالي رامنځ ته سي.

 

متحده ايالات په اونسي وخت کي له يو سخت مالي کړکيچ سره مخامخ دي، او د ولسمشر بارک اوباما پر ادراې  فشار زيات دی، ترڅو په پوځي لګښتونو کي کموالي رامنځ ته کړي.

 

متحده ايالات په افغانستان کي کابو 100 زره سرتيري لري. د هغوی د وتلو لړۍ په تير جولای کي پيل سوه. د 2012 کال تر پايه پوري به څه ناڅه 30 زره هغه سرتيري له افغانستان څخه وايستل سي، چي اوباما په 2009 کال کي د ياغيانو د څپلو لپاره لېږلي ول.

 

تر 2014 کال پوري ټول امنيتي مسؤلیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږی. تر 2012 کال پوری د افغانستان د امینتی ځواکونو شمیر 350 زرو پروي رسيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل