عامو افغانانو له معارف سره کابو ۸۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې
۱۳۹۸ بهمن ۱, سهشنبهد افغانستان د پوهنې وزارت ۱۳۹۷لمریز کال له پوهنې څخه د ملاتړ د کال په نوم نومولی وو; څو په دې برخه کې د خلکو ملاتړ راخپل کړي او له خلکو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د پوهنې وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په روان لمریز کال کې د افغانستان د ۳۰ ولایتونو اوسیدونکو تر ۷۷۱ میلیونو او ۳۲۷ زرو زیاتو افغانینو له ښوونې او روزنې سره مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغې مرستې خلکو د خپلو ځمکو په هدیه کولو، د اته بابه نویو ښوونځیو له پاره د ودانیو د جوړولو، د میزونو او چوکیو د ترمیمولو او رانیولو، د ښوونځیو د صنفونو د رنګولو، د درسي کتابونو د برابرولو او د ښوونځیو د نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې په ۳۰ ولایتونو کې کړي دي: «دغه مرستې د ښوونځیو د شوراګانو له لوري راټولیږي او څارل کیږي.»د پوهنې وزارت غواړي د ميا خان په نوم يو ښوونځی د هغه په کلي کې جوړ کړي
اوسمهال کابو ۱۴ زره ښوونځي شوراګانې لري. د ښوونیزو موسسو ښوونکي، د زده کوونکو مېندې او پلرونه، ملا امامان، د سیمه ایزو شوراګانو غړي، او ځایي مشران د ښوونځیو د شوراګانو غړیتوب لري.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دغه مرستې زیاتره د یو شمیر سوداګرو، د پارلمان د ځینو غړو، د ځایي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو له خوا شوي دي.
د افغانستان په ډیرو سیمو کې په زرونو ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ شرایط پوره کوي له زده کړو بې برخي دي او همداشان په یو شمیر سیمو کې د ښځینه معلمانو د نه شتون او د ښوونځیو د لیرې والې له کبله نجونۍ له شپږم ټولګي وروسته خپلې زده کړې پرمخ نه شي وړلي.