1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت غواړي د ميا خان په نوم ښوونځي جوړ کړي

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري د مياخان په نوم د هغه په کلي کې يو ښوونځی جوړ کړي. مياخان د پکتيکا ولايت اوسیدونکی دی چې په ټولنيزو رسنيوکې پر دې مشهور شو چې هره ورځ خپلې لوڼې ۱۲ کيلومتره لرې يوه ښوونځي ته بيايي.

https://p.dw.com/p/3VfWu
Afghanistan Local Hero Ustad Khazan Gul (Bildergalerie)
آرشيفانځور: DW/N. Matoonwal

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، ۶۳ کلن مياخان د پکتیکا ولايت مرکز ښرنې ښار اوسيدونکی دی. هغه په وروستيو کې پر ټولنيزو رسنيو په دې کار سره مشهور او د خلکو له خوا وستايل شو چې هره ورځ ۱۲ کيلومتره مزل کوي تر څو يې خپلې لوڼې په سيمه کې د نجونو يوازيني او تر ټولو نژدې ښوونځي ته د زدکړو له پاره رسولي وي.

 مياخان په خپله ښوونځي نه دی ويلی او هغه دغه کار په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې لاهم ځينې خلک خپلې لوڼې د تعليم له پاره ښوونځيو ته نه پريږدي.

مياخان د «زدکړې اتل»

د افغانستان د پوهنې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۲مه) يوه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يې مياخان د دې له پاره چې د خپلو لوڼو د تعليم په خاطر يې خپل وخت وقف کړی، «د زدکړې اتل» بللی دی. د پوهنې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې دغه نوی ښوونځی به د خان په کلي کې جوړيږي.

Afghanistan Jalalabad Kinder gehen zur Schule
ملګري ملتونه: ۳ اعشاريه ۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري چې ۶۰ سلنه يې نجوني جوړويانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د پوهنې وزير محمد ميرويس بلخي د چهارشنبې په ورځ مياخان خپل دفتر وربللی وو او د هغه له کار او هڅو څخه يې ستاينه وکړه. بلخي د خان دغه هڅې په ځانګړې توګه د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د نجونو د زده کړې په مخ کې د شته خنډونو په تړاو، الهام بښونکو وبللې.

زحمت او راتلونکې ته هيلې 

مياخان وايي چې هغه او لوڼې يې ډيری وخت تر ښونځي پورې په پښو تک راتک کوي او کله کله له موټرسيکل څخه هم استفاده کوي. خان زياتوي چې هغه ښوونځي ته د خپلو لوڼو تر رسولو وروسته له ښوونځي بهر منتظر وي تر څو د ښوونځي تر رخصتيدو وروسته يې هغوی بيرته کور ته رسولي وي.

مياخان چې د زړه له ناروغۍ هم لري، د آلمان خبري آژانس ته يې وويل چې هيله لري يوه ورځ يې لوڼې ډاکترانې شي.

په افغانستان کې د نجونو تعليم يا ښوونځيو ته د نجونو تلل يوه جدي مسئله ده. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاريه ۷ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته لاس رسی نه لري چې د دوی ۶۰ سلنه برخه يې نجونې تشکيلوي.

د آلمان خبري آژانس په حواله افغان حکومت هڅه کوي چې په لرو پرتو سيمو کې د امنيتي يا مالي ستونزو له کبله تعليمي امکانات د سيمې د اوسيدونکو په مرسته برابر کړي. دغه آژانس د دايکندي ولايت د وياندې سکينه احساس له قوله ليکي چې څه موده وړاندې د دغه ولايت د شاه يونس خان په نوم د پاخه عمر يو تن اوسيدونکي په خپله ځمکه کې د  ۱۲۰ تنو زده کونکو له پاره يو ښوونځي جوړ کړ.