طالب مرکچيانو مسکو ته سفر کړی دی
۱۳۹۸ شهریور ۲۳, شنبهد روسيې دولتي خبري اژانس »تاس« د طالبانو د قطرمېشتي وياند سهيل شاهين نقل قول راوړی چې له مخې يې د دوی پلاوي له ضمير کابلوف سره خبرې کړي چې د افغانستان له پاره د ولسمشر ولاديمير پوتين خاص استازی دی. دغه سفر يوه طالب چارواکي هم اسوشتېد پرېس خبري اژانس ته تائيد کړی چې د نوم نه اخيستلو په شرط يې خبرې کولې ځکه چې نوموړي اجازه نه درلوده چې له خبريالانو سره خبرې وکړي. د انترفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له يوه وياند څخه بې له دې چې نوم يې نشر کړي، نقل قول راوړی چې وايي د روسيې په ليدنه کې په دې ټينګار وشو چې د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ خبرې دې بيا پيل شي او دا چې طالبانو خپله آمادګي هم ښوولې څو له واشنګټن سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.
د خبرو تر ناکامېدو وروسته لومړی نړيوال سفر
دا له واشنګټن سره د خبرو تر لغوه کېدو وروسته لومړنی نړيوال سفر و چې د دغه پلاوي مشري هم ملا شېر محمد عباس ستانکزي کړې ده. په واشنګټن کې مېشت د ويلسن مرکز د آسيا برخې د مرستيال مدير مايکل کوګلمن په حواله »دا د پاموړ پرمختګ دی چې داسې ښيي چې طالبان غواړي په دې ټينګار وکړي چې خبرو اترو ته لېوالتيا لري، حتی وروسته له هغه چې ولسمشر ترمپ د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ خبرې لغوه کړې دي.« د هغه په خبره وسله والو طالبانو اوس له مسکو څخه د پخلاينې غږ کړی کوم چې د متحده آيالاتو يو کليدي سيال هېواد دی چې په وروستيو مياشتو کې يې »ډېرې هلې ځلې کړي څو له طالبانو سره اړيکې لا زياتې کړي.«
ترمپ د تويتر له لارې په خپور سوي يو پيغام سره خبرې اترې درولې او هغه غونډه يې هم لغوه کړې وه چې غوښتل يې له افغان حکومتي مشرانو او طالبانو سره د کمپ ډيويډ په نوم د امريکا د ولسمشر په يوه ګوښه ځای کې تر سره کړي. د طالبانو د مشرتابه يا رهبري شورا له دې سره مخالفت کړی وو چې مرکچيان يې کمپ ډيويډ ته ولاړ شي او هغو کسانو ته يې خبرداری ورکړی وو چې د سولې د استازي زلمي خليلزاد بلنه يې منلې وه. دغه بلنه ورته د اګست مياشتې په پای کې ورکړل شوې وه. د شاهين نقل قول هم په يوه ويبپاڼه کې شوی چې له مخې يې د کمپ ډيويډ ليدنه ځنډول شوې وه ځکه چې طالبانو غوښتل چې تړون دې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په حضور او شاهدۍ سره لاسليک شي چې په دې فهرست کې روسيه هم ياده شوې وه. شاهين دا هم ويلي دي چې طالبانو غوښتل چې قطر دې د موافقې اعلان وکړي مخکې له دې په کمپ ډيويډ کې کومه غونډه جوړه شي.
AP/NS/AA