1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پیل شو

۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه

طالبانو نن د شنبې په ورځ وویل چې د قطر په پلازمینه دوحه کې یې له امریکایانو سره د سولې په تړاو د مذاکراتو نوی پړاو پیل شوی دی. ترمپ بیا په دې مذکراتو کې د «ډیر پرمختګ» خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3NHZi
Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبانو نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۳مه نیټه) وویل چې له امریکایانو سره یې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای په موخه د مذاکراتو تازه لړۍ نن پیل کړې ده. د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو دغه تازه پړاو د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره کیږي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «نن ورځ دغه خبرې پیل شوې.» امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر په ۱۱مه نیټه پر امریکا باندې د خونړیو ترهګریزو بریدونو وروسته، پر افغانستان یرغل وکړ او طالبانو رژیم یې نکسور کړ. اوس داسې تمې را ژوندی شوی دي چې ښايي د سولې اړوند په دغو مذاکراتو کې به د دواړو لورو ترمنځ یو توافق رامنځ ته شي. تر دې وړاندې، یو شمیر امریکايي رسنیو له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله هم رپوټونه خپاره کړي وو. خو امریکا بیا د سرتیرو ایستل په شرایطو پورې تړلي بللي دي.

واشنګټن هیله من دی چې د سپتمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې او په افغانستان کې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې یوه توافق ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په دوهمه نیټه) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې «موږ ډیر پرمختګ کړی دی. موږ خبرې کوو.»

په ورته وخت کې، افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له پاره د یوه ۱۵ کسیزه پلاوي د تشکیل خبر ورکړی دی. افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی، خو طالبان بیا له امریکایانو سره د سولې پر مذاکراتو ټینګار کوي او له افغان حکومت سره یې تراوسه پورې هر راز مستقیم مذاکرات رد کړي دي.

AFP / KH-AWA