طالبان: په دوحه کي له امريکا سره خبري پای ته ورسېدې
۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبهد طالبانو يوه وياند د دوشنبې په ورځ په يوه تويت کي ليکلي دي چي «خبري اوږدې او گټوري» وې. اوس به نو دواړه اړخونه د نورو گامونو له پاره له خپلو مشرانو سره مشورې وکړي.
دا سمدلاسه نه وه روښانه چي د دواړو اړخونو استازي دي پر يوه تړون باندي موافقې ته سره رسيدلي وي.
څارونکي په دې باور دي چي دواړه لوري مخکي تر دې چي د يوه ممکنه تړون پر سر د موافقې اعلان وکړي، لومړی بايد له خپلو مشرانو او امريکا متحده ايالات له خپلو نورو مهمو شريکانو سره خبري وکړي.
امريکا متحده ايالات د وسله والو طالبانو له استازو سره د تيرکال له جولای مياشتي راهيسي په خبرو اترو بوخت دي، څو په افغانستان کي له ۱۸ کلنو راهيسي رواني جگړې ته يو سياسي حل پيدا کړي.
په دې خبرو کي تر ټولو مهمي موضوعگاني له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا دا ډاډ چي افغانستان به د تروريستانو په بندر نه بدليږي.
دغه خبري اتري به بيا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي په خبرو اترو واوړي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره خبرو ته کښېناستل رد کړي دي او هغوی «د بهرنيانو لاس پوڅي» گڼي. په دې خبرو کي اوربند هم يوه موضوع وه.
امريکا متحده ايالاتو په دې اړه تر اوسه پوري څه ويلي نه دي.
(n.z/s.n(dpa