1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان زاړه لرګي محصولوي؛ خو بیا به د ځنګلونو وهل پیل شي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

طالبانو خلکو ته اجازه ورکړې ده چې د نورستان په ځنګلونو کې وهل شوي د چارتراشو لرګي انتقال کړي. خو هغوی د دې کار په بدل کې له خلکو محصول اخلي. خلک وایي، په دې کار سره یو ځل بیا د ځنګلونو وهل پیل شوې دي.

https://p.dw.com/p/4FPhz
Afghanistan Nationalpark Nooristan
انځور: DW/O. Deedar

په تېرو کلونو کې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي توګه نورستان کې په پراخه کچه ځنګلونه وهل شوې دي او زرګونه ټنه د چارتراشو وهل شوي لرګي په ځنګلونو کې بند پاتې دي.

اوس د طالبانو حکومت پریکړه کړې ده چې دغه لرګۍ لومړۍ محصول او بیا له غرونو راښکته کړل شي.

د طالبانو د کرهنې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین دویچه ویله ته وویل، د ځنګلونو په اړه یې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه کړې او کابینې تائید کړې ده چې له مخې یې پخواني وهل شوي لرګي محصولیږي. نوموړی وایي، دغه پریکړه یوازې ختیځو څلورو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان کې د عملي کیدو وړ ده.

هغه وویل: «هغه زاړه  لرګي چې پخوا وهل شوي دي او هلته پراته دي، هغه به ټول رانتقالیږي، که د سوداګرو وي سوداګر ته به ورکول کیږي او که د خلکو وي خلکو ته به ورکول کیږي. کوم چې د چا په تصرف کې نه، هغه به دولتي کیږي او صنعتکارانو ته به ورکول کیږي. له دې وروسته به هیچا ته له تبرونو او برقي الو سره ځنګل ته د داخلیدو اجازه نه وي.»

نورستان ولايت د ملې پارک په توګه اعلان شو

مستعین زیاتوي چې اوس د نورستان په ځنګلونو کې ۳ میلیونه متره معکب لرګي شته چې په انتقال یې دوه ډوله محصول لګول شوی: «څوګ چې روغ لرګي انتقالوي هغوی ته به په فوټ ۱۰۰۰ افغانۍ محصول وي او څوک چې صنعت پرې کوي او دلته یې جوړوي هغوی به ۳۰۰ افغانۍ محصول ورکوي. دا لرګي یوازې په افغانستان کې ولایتونو ته د انقال وړ دي او نورو هېوادونو ته یې د وړلو اجازه نشته.«

د نورستان اوسیدونکي وایي، په ځنګلونو کې پخواني وهل شوي ډېر لرګي موجود دي، خو زیاتوي چې د طالبانو له لورې پر لرګو محصول یو شمېر خلکو ته لاره هواره کړې ده، چې یو ځل بیا د ونو پرې کولو ته مخه کړي.

د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل څه دی؟

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نورالرحمن دویچه ویله ته وویل، د ځینو خلکو له پاره دا ګټوره پریکړه ده چې له لرګیو به د کورونو په جوړولو کې ګټه واخلي، خو زیاتوي چې په ځینو سیمو کې یو شمېر خلکو بیا د ځنګلونو وهلو ته مخه کړې ده. 

نورالرحمن وویل: «زموږ په سیمه کې څوګ چې یو یا دوه موټر ولري، هغه مرکز ته انتقالوي او مخکې له مخکې د محصول له پاره لاره جوړوي. پاکستان ته اوس د لرګو قاچاق نشته، خو د ځنګلونو وهل شته. ډېر ځنګل چې وهل کیږي هغه په نورګرام ولسوالۍ کې دی. په کلیو او درو کې د بادۍ په نوم ونې وهل کیږي، نو خو عمومي ځنګل پرې کول نشته.»

ویل کیږي چې اوس تر ډېره د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ونې پرې کیږي، چې لرګي یې بیا لغمان ته اړوي.

د نورګرام ولسوالۍ یوه قومي مشر عنایت الله دویچه ویله ته وویل، په لومړیو کې ځنګلونو وهلو د مخنیوي له پاره طالبانو جدي دریځ لرلو، خو وایي چې په دې وروستیو کې د جومات او مدرسې جوړولو په نوم د ځنګلونو وهل او قاچاق روان دی.

د طالبانو په حاکمیت کې هم پاکستان ته د چهار تراشو قاچاق روان دی؟

عنایت الله وویل: «قومونه او ولسونه د جومات جوړولو تر عنوان لاندې چا سره قرارداد وکړي، هغوی بیا د جومات څخه ډېر لرګي پرې کوي او بیا یې قاچاق کوي. هیڅوګ حق نه لري، چې د جومات، مدرسې او یا مکتب په نوم ونې ووهي او بیا یې لرګي قاچاق کړي. اوس هم د لرګو قاچاق د قچرو له لارې روان دی او لرګي همجوارو ولایتونو ته انتقالیږي.»

خو د طالبانو ځایي چارواکي د ځنګلونو وهل او قاچاق ردوي. د طالبانو د نورستان والي ویاند سیف الدین لټون دویچه ویله ته وویل، یوه ځانګړي ۳۰۰ کسیزه قعطه د ځنګلونو ساتنه کوي.

هغه وایي، یو مسلکي ټيم پر پخوانیو وهل شویو لرګو باندې ځانګړي سټیکرې لګوي چې د لرګو د وړلو پر وخت څوګ د نویو پرې شویو ونو لرګي نشي انتقالولی.

د ځایي خلکو یوه اندېښنه دا ده چې پر لرګو باندې د محصول لګولو له پریکړه وروسته به خلک او د لرګو قاچاقبر یو ځل بیا د ځنګلونو وهل چټک کړي او اوس به د یوې قانوني پروسې له مخې وهل شوي لرګي له ځنګلونو راښکته کوي.

خو د طالبانو د کرهنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي چې د څو ادارو یو ګډ هیئت یې جوړ کړی دی چې مسلکي کسان هم پکې دي او دوی یوازې له یوه کال مخکې وهل شوي لرګي محصول کوي. د هغه په خبره، د یوه کال نه په کمه موده کې وهل شوي لرګي د مسلکي کسانو له لورې په ګوته کیږي او د دولت ملکیت ګرځول کیږي.