طالبانو په هلمند کې تر ۳۳ ډیر امنیتي ځواکونه وژلي
۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبهد هلمند د ولایتي شورا غړي عطاالله افغان، د دوشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تایید کړې ده. طالبانو د شنبې په ورځ د برید پړه منلې ده. لا تر اوسه پورې افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي محمد کریم اتل، بیا په پیښه کې د ۲۰ او ۳۰ امنیتي ځواکونو تر منځ وژل کیدو خبره کړې ده.
عبدالمجید اخندزاده، چې د هلمند د ولایتي شورا بل غړی دی بیا د ۴۰ او ۵۲ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبره کړې ده.
د افغان پوځ ویاندې نواب شاه، ویلي دي چې دولتي جټ الوتکو د هغو ځواکونو مرسته کړې ده چې د طالبانو له برید سره مخامخ ول. هغه زیاته کړې ده چې هلمند ولایت ته اضافي سرتیري هم رسیدلي دي. د افغان پوځ دغه ویاند د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
نزدې یوه اوونۍ مخکې طالبانو د هلمند ولایت په بیلابیلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه وکړل. د ولایتي شورا غړي میزا محمد علیزاده ویلي دي چې طالبانو نوي بریدونه په دې ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې ترسره کړي دي.
ms/nz (AP,DPA)