طالبانو په تخار کې اته پولیس وژلي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۵, سهشنبهاعلان
د تخار ولایت د پولیسو ویاند سنت الله تیمور، ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په درقد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دغه چارواکي په خبره د پولیسو او طالبانو تر منځ جګړې څو ساعته دوام وکړ چې له کبله یې درې پولیس ټپیان شوي هم دي. تیمور زیاته کړې چې په پیښه کې اته تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند روښانه کړه چې طالبانو د درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو لاري تړلې دي. حکومت اوس سیمې ته اضافی سرتیري استولي ترڅو سیمه بیرته په خپل کنترول کي راولي.
دغه برید په داسې حال کې کیږي چې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متییس، په کابل کې پر روسیې باندې تور ولګاوه چې طالبانو ته د امریکا متحدو ایالاتو پر ضد جګړې په موخه وسلې ورکوي. روسيې تل دغه تور رد کړی دی.