«طالبانو په بادغیس کې ۱۸ افغان ځواکونه وژلي»
۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبهنښتې هغه مهال پیل شوې چې د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونه ديسانت شول، څو د طالبانو پر پټنځایونو شپني عملیات وکړي او د دې ولسوالۍ له پاره د طالبانو په نوم والسوال ونیسي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړي فرید اخیزي، وویل چې طالبانو دغه افغان ځواکونه محاصره کړل او بیا یې د هغوی له ډلې څخه ۱۸ تنه ووژل شل. د هغه په خبره په دې پیښه کې طالبان د ۱۱ افغان ځواکونو په اسیر نیولو هم توانیدلي دي. د اخیزي په خبره لس نور افغان ځواکونه اوس هم لادرکه دي.
د آب کمري ولسوال خداداد، ویلي دي چې د دې پیښې د رامنځ ته کیدو اصلي لامل د همغږۍ نه شتون وو. هغه زیاته کړې: «دغه عملیات پر داسې یوه پټنځای چې د طالبانو د څو قوماندانانو له خوا کارول کیده، ترسره شوي. خو یاغیانو دوې ورځې مخکې دغه سیمه تخلیه کړې وه.»
طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې هغوی د دې عملیاتو په اړه مخکې له وخته معلومات لرل. طالبانو ادعا کړې ده چې ځواکونو یې ۳۹ افغان سرتیري وژلي او ۱۶ تنه نور یې بندیان کړي دي.
(M.J/N.Z(Reuters