طالبانو له دولت سره خبرې اترې ونه منلې
۱۳۸۶ مهر ۹, دوشنبهاعلان
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ طالبانو ته د خبرو اترو وړانديز کړی و او دې ته يې امادگي ښکاره کړې وه چې پخپله د طالبانو له مشر ملا عمر او د اسلامي گوند له مشر گلبدين حکمتيار سره ليدنه کتنه وکړي. کرزي زياته کړه چې د امريکې ولسمشر جورج بوش او د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون د خبرو اترو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د اونۍ په پای کې له تېرو شپږو کالونو راهيسې تر ټولو زوروره چاودنه وشوه او دېرش تنه په کې ووژل شول. د طالبانو لخوا يرغمل شوي څلور تنه د سره صليب کارکونکي بېرته خوشي شوي دي. نوموړي څلور تنه د وردگو په ولايت کې برمته شوي وو.