«طالبانو د بغلان ولايت تاله و برفک ولسوالي ونیوله»
۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبهد بغلان د ولایتي شورا غړي فیروز الحق ایماق، ويلي دي چې وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز باندي برید وکړ او د چهار شنبې په ورځ يې دغه ولسوالي ونيوله. د هغه په خبره په دې پېښه کې څلور پولیس ووژل شول او څو تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ولایتي شورا بل غړي ظریف ظریف، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې اضافي دولتي ځواکونه ځکه سیمې ته په رسیدو و نه توانیدل چې تاله و برفک ولسوالۍ ته رسیدونکي لاري د طالبانو په واک کې دي او یا هم هغوی بندي دي.
ایماق د تاله و برفک ولسوالۍ د سقوط پړه د امنیې پر قوماندان باندي اچولې ده او ګواښ یې کړی دی چې که وضعیت بدلون و نه مومي نو د دوشي ولسوالۍ او بغلان مرکز به هم سقوط وکړي.
د طالبانو یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د تاله و برفک په عملیاتو کې ۱۳ پولیس هغوی نیولي دي. بغلان د افغانستان په شمال کې یو له نا امنو ولایتونو څخه دی چې طالبان یې په ولسوالیو کې پراخ حضور لري.