1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د برمته شوي امریکايي او آسترالیايي ویدیو خپره کړې

۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبه

د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې نوې ویدیو کې هغه دوه بهرنیان لیدل کیږي چې د خپل ځان د خلاصون غوښتنه کوي. دغه دواړه بهرنیان کابو پنځه میاشتې وړاندي په کابل کې امریکایي پوهنتون ته څیرمه تښتول شوي ول.

https://p.dw.com/p/2Vg5E
د طالبانو له خوا برمته سوی آسترالیايي تبع تیموتي ویکس
د طالبانو له خوا برمته سوی آسترالیايي تبع تیموتي ویکسانځور: picture-alliance/AP Photo

دغه ویدیو چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د ویاند له خوا خپره شوې ده، لومړنی ثبوت دی چې دغه دوه یرغمل نیول شوي بهرنیان لا هم ژوندي دي. دوی د تیر میلادي کال د اگست میاشتې پر اوومه نېټه تښتول شوي.

آسترالیايي تبع تیموتي ویکس او امریکایي تبع کیون کینگ، په کابل کې امریکايي پوهنتون ته څیرمه د وسله والو له لوري چې د پولیسو جامې یې اغوستي وې تښتول شوي ول. دغو دواړو د پروفیسرانو په توگه کار کاوه.

د دغو دوو کسانو تر تښتولو لږ وروسته د امریکا متحدو ایالاتو ځانگړو ځواکونو د هغوی د خلاصون له پاره عملیات تر سره کړل، چې بارک اوباما یې اجازه ورکړې وه.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون په سپتمبر میاشت کې ویلي ول، کله چې ځانگړو ځواکونو پر هغه ځای باندې چې انگیرل کیدل برمته شوي کسان به پکښې وي چاپه ووهله، نو هغوی هلته نه ول.

امریکایي تبع کیون کینگ
امریکایي تبع کیون کینگانځور: picture-alliance/AP Photo

له ترمپ څخه د مرستي غوښتنه

دغه ویدیو چې د ویکس په وینا د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه جوړه شوې ده، دواړه برمته شوي کسان د متحدو ایالاتو له منتخب ولسمشر دونلد ترمپ، څخه د آزادیدو غوښتنه کوي. ویکس په دغه ویدیو کې وایي چې طالبان د بگرام او پل چرخي په زندانونو کې د دوی په بدل کې د خپلو بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي.

ویکس په دغه ویدیو کې وایي: «هغوی هلته په غیر قانوني توگه ساتل کیږي او طالبانو زموږ په بدل کې د هغوی د آزادیدو غوښتنه کړې ده. که چیري هغوی زموږ په بدل کې آزاد نه شي، موږ به ووژل شو.»

هغه وایي: «ښاغلي دونلد ترمپ، د مهربانۍ له مخې زه له تاسې غوښتنه کوم، دا ستاسې په لاس کې ده، زه له تاسې غوښتنه کوم چې له طالبانو سره خبري وکړئ. که چیري تاسې له هغوی سره خبري و نه کړئ، موږ به ووژل شو.»

بهرنیان په افغانستان کې په تیره څه موده کې تل د برمته کیدو له خطر سره مخامخ دي. تیر میلادي کال طالبانو د یوې برمته شوې امریکايي میرمنې او د هغې د کاناډایي خاوند ویدیو خپره کړې وه.