طالبانو بيا له مرستندویه سازمونو د کار پیلیدوغوښتنه کړې
۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبهطالبانو د چهارشنبې په ورځ په خپله انترنتي پاڼه کې یوه مطلب خپور کړی چې پکښې د مرستندویه سازمانونو کارکوونکو ته په اشارې سره ویل شوي چې «موږ د هغوی د امنیت تضمین کوو».
د امریکا متحدو ایالاتو د پوځیانو په حواله په اوسني وخت کې د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره یا په بشپړه توګه د طالبانو تر کنترول لاندي ده او یا دا چې د دې ډلې او افغان حکومت تر منځ لاس پر لاس کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوې ورځي مخکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي ول چې طالب جنګیالي به هڅه وکړي چې د هغو ولایتونو بشپړ کنترول ترلاسه کړي چې اوس یې ډیري برخي د دوی په کنترول کي دي.
دا دریم ځل دي چې طالبان له مرستندویه سازمانونو څخه په هغو سيمو کي چي د دوی [طالبانو] په کنترول کې دي، د فعالیتونو د بیا پیلولو غوښتنه کوي. له دې کاره ښايي د طالبانو هدف دا وي چې په خپلو سیمو کې میشتو خلکو ته وښيي چې دوی یې د مسئولیت احساس کوي.
په مارچ میاشت کې هم طالبانو له نړیوالو او اسلامي سازمانونو څخه وغوښتل چې د دوی په سیمو کې په سړه هوا کې زیانمنو کسانو ته مرستي ورسوي.
د تیرکال په نوامبر میاشت کې هم طالبانو ویلي ول چې د مرستندویه سازمانونو د کارکوونو امنیت به تضمین او ساتنه به يې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم پر ځينو غیر دولتي سازمانونو باندي بریدونه کیږي. طالبان آن د ځينو سازمانونو کارکوونکي د دولت او بهرنيانو لاسپوڅي بولي.