سوله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ که سوله له پاکستان سره؟
۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبهافغان ولسمشر محمد اشرف غني، د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ګاونډي هیواد پاکستان ته وړاندیز کړی دی چې د سولې د راتلو او د اړیکو د ښه کیدو له پاره باید «جامع خبرې اترې» وشي.
کابل پر پاکستان باندې له طالبانو او نورو یاغي ډلو څخه د ملاتړ تور لګوي خو اسلام آباد بیا تل دغه تورونه ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اسوشیتد پرس خبرې آژانس داسې یو رپوټ خپور کړی وو چې په کې راغلي وو د افغانستان د ملي امنیت مشر څه نا څه هر ورځ له طالب مشرانو سره د تلیفون له لارې خبرې اترې کوي.
دې خبرې آژانس د طالبانو د غوښتونو یو لیست هم خپور کړی وو. په خپور شوي رپوټ کې دا هم راغلي وو چې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر، هم له طالبانو سره په اړیکه کې دی. خو اتمر او طالبانو دغه رپوټ رد کړ.
له بلې خوا بیا د سولې عالي شورا د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې پر طالبانو بیا د سولې غږ کړی دی او په افغانستان کې یې د سولې پر راتلو باندې ټینګار کړی.
د دې شورا په بیانیه کې راغلي دي چې د سولې عالي شورا د هیواد حالاتو ته په کتو سره د سولې د راتلو له پاره یوه نوې ستراتیژي جوړه کړې ده. په بیانیه کې د دې ستراتیژي په اړه خوشبینې ښوول شوې ده.
افغان حکومت له کلونو راهیسې پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي خو تر اوسه پورې په دې برخه کې پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.
د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده، د اختر په مناسبت په خپل خپور شوي پیغام کې ټینګار کړی دی چې د سولې خبرې اترې دې د طالبانو د رسمي دفتر له لارې پر مخ ولاړې شي. هغه په خپل پیغام کې یو ځل بیا د سولې د راتلو له پاره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو باندې ټینګار کړی دی.