د طالبانو له خوا آزاد شوي عسکر افغان چارواکو ته سپارل شوي
۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبهدغه افغان امنیتي ځواکونه وروسته له هغې آزادیږي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه برمته شوي بهرني پروفیسران تر درې کلن بند وروسته پریښول. دې کار د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو هیلې راپورته کړي دي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هئیت مشر له خوا په یوه بیانیه کې ویل شوي دي: «د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو لس غړي پریښوول شوي دي او هغوی د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې سره صلیب ته سپارل شوي دي.»
زیاته شوې ده چې دغه امنیتي ځواکونه په لښکر ګاه کې د ولایت په مقام کې افغان چارواکو ته وسپارل شول.
د طالبانو له خوا آزاد شوي بهرنیان آلمان ته رسیدلي
یو امریکایي او یو آسترالیایي وګړی چې درې کاله یې د طالبانو په بند کې تیر کړل او د سه شنبې په ورځ د انس حقاني په شمول د درو طالبانو په بدل کې آزاد شول، آلمان ته رسیدلي او په یوه امریکايي پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. دغه دواړه په افغانستان کې په امریکایي پوهنتون کې استادان ول چې په ۲۰۱۶م کال کې په کابل کې وتښتول شول.
یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې امریکایي کيون کینګ او آسترالیایي تیموتي ویکس د آلمان په رمشتاین کې د امریکایي ځواکونو په اډه کې د متحده ایالاتو او آسترالیا له سفیرانو سره ملاقات کړی دی.
sr/bs (rtr)