ستر قدرتونه د سوریې په هکله خبرې اترې کوي
۱۳۹۲ شهریور ۲۷, چهارشنبهد ملگرو ملتونو د پنځو دایمي غړو بریتانیې، چین، فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو دیپلوماتو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۷مه) خبرې اترې پیل کړې دي ترڅو د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره د یوه پریکړه لیک پر سر توافق ته ورسیږي.
د رپوټونو له مخې د سه شنبې د ورځې تر لومړینو خبرو اترو وروسته دیپلوماتانو پر دې خبرې موافقه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ هم خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکړي.
د فرانسې له خوا د پریکړه لیک په متن کې د ملگرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي له مخې د سوریې له لوري د شوو ژمنو سره د سم عمل نه کولو وروسته «د اقدام کولو» غوښتنه هم شامله ده. فرانسې همداشان ویلي دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو برید باید د جزا نړیوالې محکمې ته راجع شي.
لویدیځ هیوادونه د سوریې پر رژیم باندې تور لگوي چې د اگست په میاشت کې یې دمشق ته څیرمه د کیمیاوي وسلو برید ترسره کړی دی. واشنگټن ادعا کوي چې په دغه برید کې نزدې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي دي. روسیه بیا وایي چې د دوی په آند دغه برید د پاڅون کوونکو له لوري تر سره شوی دی.
د ملگرو ملتونو د منشور اووم څپرکی د امنیت شوری ته د پریکړه لیک د نافذیدو په شمول د ځواک د استعمال اجازه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د تیرې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، له خپل امریکايی سیال جان کیري سره د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر یوه جوړ جاړي ته د رسیدو پر وخت ویلي وو چې باید په پریکړه لیک کې د یوه پوځي گواښ خبره شامله نه وي.
په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، خبریالانو ته ویلي دي چې هغه د پنځو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه غوښتي دي چې د سوریې د ۳۰ میاشتني کړکیچ د ختمولو له پاره گډ عمل وکړي. بان زیاته کړې ده چې هغه به له دغو پنځو وزیرانو سره راتلونکي اوونۍ د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې وویني.
بان د خبریالانو پر وړاندې زیاته کړې ده چې دا یوه مهمه خبره وه چې د سوریې کړکیچ ته په پراخه سطحه وکتل شي ترڅو د تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د کډوالو ستونزو ته رسیدگی وکړای شي.