1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ د سوریې په هکله د پریکړه لیک غوښتنه کوي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۲۵, دوشنبه

د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر د امریکا او روسیې تر توافق وروسته، اوس يو شمېر لوېديځ هيوادونه د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوه پریکړه د ژر تصویبدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/19i3g
انځور: Reuters

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې د سوریې په هکله د امنیت شورا د یوې پریکړي پر مسودې باندي د دوشنبې له ورځې (۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۶) کار پیلیږي. په دې اړه په پاریس کې په تر سره کیدونکې غونډه کې د متحده ایالاتو، بریتانيا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران برخه اخلي.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ به د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس مسکو ته سفر وکړي، چې په دې اړه د روسیې د حکومت توافق تر لاسه کړي. د اولاند په وینا ښایي د اوونۍ په پای کې د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه رایې اچونه تر سره شي.

فرانسوا اولاند د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر د روسیې او متحده ایالاتو اصولي توافق د سوریې د روان کړکیچ د ختمولو له پاره د «یوه مهمې مرحلې» په توگه یاد کړ. اولاند یادونه وکړه چې «موږ باید پر دې باندې کار وکړو تر څو دا خبره یقیني شي که چیرې له جوړجاړي سره عمل و نه شي نو بندیزونه هم شته.» په دې کار سره اولاند د سوریې واکمن بشارالاسد له له خوا د احتمالي تیر ایستنې په هکله خبرداری ورکړ.

اولاند په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د یوه پوځي برید انتخاب باید پرانیستی پاته شي، ځکه چې له بريد پرته به پر دمشق باندي اړین فشار نه وي.

دغه دریځ د امریکا متحده الایاتو هم غوره کړی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې په سوریه کې د یوې دیپلوماسۍ د ناکامه کیدو په ترڅ کې د پخوا په شان د يوه پوځي برید تر سره کولو ته چمتو دی. د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اسد رژیم پر وړاندې د اگست میاشتې پر ۲۱مه نیټه د کیمیاوي وسلو د احتمالي استعمال له کبله د یوه پوځي برید د ترسره کولو خبره کړې وه. د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې په دغه برید کې نزدې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

تیره اوونۍ امریکا متحده ایالاتو د روسیې له خوا د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه یو وړاندیز تر لاسه کړ او د شنبې په ورځ د روسیې او امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ژنیو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پر سر یوه جوړ جاړي ته د رسیدو اعلان وکړ.

سوریه خپلې ژمنې تر سره کوي

د سوریې واکمن بشارالاسد لا تر اوسه خپله په شخصي توگه د روسیې او امریکا د توافق په اړه کومه څرگندونه نه ده کړې. خو د هغه د کابینې د اطلاعاتو وزیر عمران الصوبي، د آی ټي اېن، په نوم له یوه بریتانوي تلویزون سره په مرکه کې د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې دوی به د ملگرو ملتونو له خوا چې کوم توافقنامې تصویب شي، دمشق به ورته ژمن پاته شي. هغه له نوموړي تلویزون سره په مرکه کې وړاندې ویلي دي: «سوریه به ټول هر هغه څه چې د ملگرو ملتونو له خوا وي تر سره کړي. موږ د روسیې له خوا د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو پلان منو.»

د سوریې د «بیا پخلاینې» وزیر علي حیدر د خپل هیواد له پاره د یوه «بریا» خبره کړې ده. د هغه په وینا دغه څه د هغوی د روسي دوستانو له برکته تر سره شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره د تخنیکي او اقتصادي مرستو وړاندیز کړی دی. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي چې آلمان غواړي «په نړیواله کچه کیمیاوي وسلې غیر قانوني وگرځول شي او له منځه یوړل شي، ځکه چې له دې کبله نړۍ خوندي کیږي.»