زرداري: د بهټو د مړینې د کلیزې د لمانځلو ښه لاره د توطیو شنډول دي
۱۳۹۰ دی ۶, سهشنبهزرداري په داسې وخت کې دا خبرې کړي دي چې د یوه شخړه ایز غیرې رسمي یادښت له کبله د پاکستان د دولت او د دغه هیواد د پوځ تر منځ لانجه مخ په ډیریدو ده. په دغه غیر رسمي یادښت کې د پاکستان ملکې حکومت د پوځ د کودتا په وړاندې د متحده ایالاتو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
د زرداري میرمن، بې نظیر بهټو، د ۲۰۰۷م کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷مه نیټه د راولپنډې په ښار کې د یوې لویې غونډې وروسته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه. د هغې د مړینې په اړه لا تر اوسه هم پلټنې روانې دي. زرداري په خپلې بیانېه کې ویلي:
«د هغې وژنه یوه دسیسه وه ترڅو نړۍ د نړیوالې ترهګرې پر ضد د یوې ښې وسلې څخه محرومه شي. د دغه توطیې مقصد په پاکستان کې د بشپړه دموکراسې د پلې کیدو د هیلې له منځه وړل ول.»
د زرداري دغه بیانیه د پاکستان د پوځونو لوی درستیز، جنرال اشفاق کیاني، او قاضي القضات، افتخار محمد چوهدري، د هغه بیانونو وروسته ورکړل شوې. دغو پاکستاني چارواکو په خپلو بیانو کې ویلي وو چې په پاکستان کې کې د هیڅ رنګه پوځي بغاوت امکان نه شته. د شنبې په ورځ د پاکستان لمړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم د پاکستان د لوی درستیز د بیانیې هر کلی کړی وو.
د دې سربیره د دوشنبې په ورځ ګیلاني د دې خبري ډاډ هم ورکړ چې داسې کوم پلان نه شته چې ګواکې لویي درستیز، اشفاق کیاني، او یا هم د آې ایس آې مشر، شجاع پاشا، دې له دندو لری کړای شي او دا یې بې ځایه آوازې بللې وې.
د پاکستان د پیپلز ګوند په زرګونو غړي به نن «سه شنبه د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۷مه» په ګړهي خدابخش کې د بې نظیر بهټو مقبرې ته ورسیږي. ویل کیږي چې دغې غونډې ته به د زرداري سربیره، ګیلاني هم خپله وینا واوروي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش