1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېلاني: پاکستان د پوځي کودتا د گواښ سره مخامخ نه دی

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

د پاکستان لومړي وزير د هيواد مسيحي لږکيو ته د کرسمس په وينا کي ويلي دي چي حکومت يې د پوځي کودتا د گواښ سره مخامخ نه دی. گېلاني د پاکستان د لویي درستيز د هغه وينا حواله ورکړه چي پوځ د کودتا هيڅ پلان نه لري.

https://p.dw.com/p/13Yqr
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گېلاني هم د پيپلز گوند غړی دی
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گېلاني هم د پيپلز گوند غړی دیانځور: picture alliance/dpa

یوسف رضاګیلاني،د شنبې« د۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۳مه»په ورځ د اسلام آباد په يوه کلېسا کي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل. نوموړی هلته د مسيحيانو د اختر کرسمس په ترڅکي تللی ووچي د مسيحيانو لږکيو ته د کرسمس مبارکي ووايي. ګېلاني د دغې موقع څخه په استفاده سره وويل چي د پاکستان لویيدرستيز،جنرال اشفاق کياني، لا د مخه ویلي چي د پاکستان پوځ پر ټاکل سوي حکومت د کودتا هيڅ اراده نه لري. کياني د پاکستان تر ټولو قوي شخص بلل کيږي ولي چي د پوځ مشر دی.

لومړی وزير پداسي حال کي دا څرګندونې کوي چي د پيپلز ګوند مخلوط حکومت د مېمو گېټ(غیر رسمي یادښت)نومي سياسي لانجې له کبله تر سخت فشار لاندي راغلی دی. دا لانجه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي منصور اعجاز نومي يوه پاکستان الاصله امریکايي تجار په فاينېنشيل ټايمز نومي مجله کي وليکل چي يوه پاکستاني ډیپلومات ورڅخه غوښتنه کړې وه چي یو پټ ليک پینټاګون تهورسوي. د دغه تجار د ليکنې له مخي په دغه پټ ليک کي د پنټاګون څخه په پاکستان کي د پوځي کودتا په صورت کي د مرستي غوښتنه سوې وه. د دغې لانجې له کبله په متحده ايالتونو کي د پاکستان سفير حقاني هم له خپلې دندې استعفا ورکړې. د مېمو گېټ په هکله اوس د پاکستان سترې محکمې هم پلټنې پېل کړي دي.

پاکستانی ژورنالست شامل شمس وايي چي د پاکستان پېپلز ګوند ته اوس دوې لاري پاتي دي. يا خو به د پوځ او استخباراتي ادارو سره ټکر کوي او يا به ورسره جوړ جاړي ته رسېږي. دغه ژورنالست وايي چي د نورو ګوندونو په پرتله د پيپلز ګوند غړي د پوځ او د استخباراتي ادارو څخه زیات واټن لري. نوموړی وايي چي داسي ګنګوسې سته چي ګواکي اوسنۍ لانجه د پېپلز گوند د حکومت د پای ته رسولو لپاره رامنځ ته کړل سوې ده.

ګېلاني د شنبې په ورځ د اسلام آباد په کلېسا کي وويل: « د دموکراتيکو حلقو لخوا د لوییدرستيز د پرونيو روښانه څرگندونو زيات هرکلی سوی دی.» ګېلاني زياته کړه چي د کیاني د څرګندونو وروسته به اوس پدغه موضوع کي زيات پرمختگ وسي.

د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ يوه اعلاميه خپره کړه چي په کېلوییدرستيز،اشفاق احمد کياني،ويلي ول چي پوځ به د دې وروسته هم په پاکستان کي د دموکراتيک حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي. په اعلاميه کي ټول هغه خبري چي د کودتا په هکله خپرې سوي تشې آوازېبلل سوي دي.

کیاني د پاکستان تر ټولو قدرتمند کس بلل کیږي.
کیاني د پاکستان تر ټولو قدرتمند کس بلل کیږي.انځور: Abdul Sabooh

په پاکستان کي د پوځي کودتا د امکاناتو خبرونه هغه وخت زیات سول کله چې ولسمشر او د پيپلزګوند مشر،آصف علي زرداري،څو وخت تر مخه د درملنې لپاره دبۍ ته ولاړ. د مېمو گيټ په هکله ځینې داسي ګنګوسې هم سته چي پخپله آصف علي زرداري پنټاګون ته دا ليک لېږدولی وو. خو آصف علي زرداري يو د هغو اړخونو څخه دی چي پدې هکله يې لا تر اوسه د سترې محکمې پوښتنېته ځواب نه دی ويلی.

د دې څخه تر مخه د پاکستان لومړي وزير د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته ويلي ووچي په پاکستان کي يوه اداره هم تر اساسي قانون لوړه نه ده. د نوموړي په وينا که بيا هم څوک تر آساسي قانون ځان لوړ بولي نو دا د هغه تیروتنهده.

پداسي حال کي چي د سترې محکمې پلټنې لا پای ته نه دي رسېدلي د پاکستان لوی درستيز هم د مېمو گېټ د موضوع په هکله د پلټنو غوښتنه کړېده. دا پداسي حال کي ده چي په پاکستان کي يو شمېر سياست والو وخت تر مخه د ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه هم کړېده.

آژانسونه، ډويچه وېله/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض