رپوټ: سي آی اې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې ځڼدولي دي
۱۳۹۰ دی ۳, شنبهد متحده ایالاتو د اوسنیو او پخوانیو چارواکو چې نومونه یې نه دي بربنډ شوی، له خولې نوموړې ورځپاڼې د جمعې « د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۳مه» ورځ په یوه مقاله کې لیکلي چې د CIA د دغو نه اعلان شوو حملو د ځڼدولو هدف دا دی تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادې په خړه پړه فضا کې رڼایي رامنځ ته شی.
د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان تر منځ اړیکي نورې هم هغه وخت ترینګلې شوې چې تیره میاشت له افغانستان سره په ګډه پوله کې د پاکستان په یوې امنیتي پوستې باندې د ناټو له لوري په یو هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.
د ناټو او متحده ایالاتو یو ګډ پلټونکی پلاوی دې نتیجې ته ورسید چې د دواړو اړخونو ترمنځ د ځینو ستونزمنو اشتباهاتو او ګوډو او ماتو مخابراتي تماسونو له امله دغه مرګي ژوبلې رامنځ ته شوې دي. خو پاکستان د پلټنو دغه نتیجه نه مني او ردوي.
د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ځنډ په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې د ولسمشر، بارک اوباما، په حکومت کې دCIA د نوموړو پټو حملو د راتلونکي په هکله شخړه روانه ده.
CIA د ۲۰۰۴ کال څخه را په دې خوا په دغو حملو کې د القاعدې یو ګن شمیر اپراتیفي قوماندانان او دغه راز په سلګونو ټيټ پوړي کسان ووژل، خو د امریکایي ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغو حملو د پاکستان په دننه کې د عامو خلکو په منځ کې د امریکا ضد احساسات راپارولي دي. لاس انجلس ټایمز وایي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د شورا د ځینو چارواکو په نظر د بې پیلوټه الوتکو د حملو د ګټی پر ځای تاوان زیات دی.
هغوي استدلال کوی چې د زور پالونکو په لیکو کې د افرادو تشه که لوړ پوړي دی او که ټیت پوړي، ډیر ژر بیرته ډکیږی. سر بیره پر دې د پاکستان حکومت ادعا کوی چې د دې ډول حملو تاوان ډیر زیات ملکي وګړو ته رسیدلی، د خلکو غوصه یې راپارولې ده او د ولسمشر، آصف علی زرداري، حکومت بې ثباته کوي. خو متحده ایالات د پاکستان دا ادعا نه منی چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې دې ډیر زیات ولسي وګړي وژل شوي وي.
د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼې د رپوټ په دوام کې راغلې دی چې د متحده ایالاتو ځیني استخباراتي مامورین له CIA څخه غواړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې پیښې څخه را په دې خوا د «نیمه پوځي حملو نقش» څخه نور زیاتي لاس واخلي او د پخوا په څیر دې «استخباراتي فعالیتونو» ته ځان ځیر کړي.
د ورځپاڼې په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې هغوي وړاندیز کوي چې دغه «ماموریت» ( د بې پیلوټه الوتکو حملی) د دفاع وزارت خاصې عملیاتي قوماندانې ته وسپاري. دغه قومانداني خپله بې پیلوټه الوتکې لري او سومالیه او یمن کی همدا اوس د ترهګری ضد په عملیاتو لاس پورې کوي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض