1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د القاعدې د جګپوړي اورپکې وژنه، نه شو تایدولی

۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

پاکستان ویلي چې د امریکایي چارواکو د هغه رپورټونو په هکله چې په هغه کې ویل شوي چې د القاعدې ترهګرې شبکي یو لوړ پوړی اورپکې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، پیښه نه شي تایدولی.

https://p.dw.com/p/12aC6
بې پيلوټه الوتکه
بې پيلوټه الوتکهانځور: AP

امریکایي چارواکو د پنجشنبي په ورځ ویلي وو چې د سعودي عربستان تابعیت لرونکي، ابو حفس الشهري، چې د القاعدې ترهګرې شبکي د مهمو غړو څخه شمیرل کیږي په تیرو ورځو کې د بې پیلوټه الوتکې په یو بمي برید کې وژل شوی.

د پاکستان د پوځ ویاند، ډګر جنرال اطهرعباس، ویلي: « مونږه په دې اړه کوم معلومات نه لرو.»

د افغانستان پولي ته څیرمه په دغه قبایلي سیمه کې پر دندو بوخت استخباراتي چارواکو هم د الشهري د مړيني په اړه بې خبري ښودلې ده. یو تن چارواکي ویلي :

« مونږه په دې اړه څه نه دي اوریدلي چې نوموړې تن په دې سیمه کې دی او نه د هغه د وژل کیدو په اړه څه ویلی شو.»

امریکایي چارواکو ویلي دي چې په روانه میاشت کې دا د بې پیلوټه الوتکو لمړی برید وو چې د تیرې یکشنبې په ورځ تر سره شو.

دغه برید په شمالي وزیرستان کې د میرعلي په سیمه کې د شکمنو پر یوه کور باندې تر سره شوی وو چې په کې درې تنه شکمن اورپکي وژل شوي وو.

که په دغه برید کې د الشهري وژنه تاید شي، نو دا به د القاعدې ترهګرې شبکې شپږم مهم غړې وي چې د اسامه بن لادن تر مرګ وروسته په پاکستان کې وژل کیږي.

دوه پاکستاني چارواکو ویلي دي چې په دغه برید کې وژل شوي دوه تنه پاکستاني اورپکي دي خو د دریم تن په اړه کوم معلومات نه لري. یو بل تن چارواکي ویلي چې دغه دریم تن عرب دی خو په اړه یې نور معلومات نه لري.خو په عاجله توګه طالب اورپکو لا څه نه دي ویلي.

اورپکې د دغسي بریدونو وروسته په عاجله توګه دغه جسدونه خاورو ته سپاري او په دې کار سره دا نه روښانه کیږي چې د پاکستان او یا هم د امریکا د متحده آیالاتو له لوري عملیات بریالي وو او که نه.

یو امریکایي چارواکې ویلي دي چې الشهري په پاکستان کې د القاعدې شبکې د عملیاتو مشري پر غاړه لرله، د دې سربیره هغه د القاعدي د کمزوري شوي مشرتابه د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د همغاړي کولو مسؤلیت هم پر غاړه لره.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی