رپوټ: د طالبانو يوه وزير په جرمني کي پناه غوښتې وه
۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعهد جرمني «شپېگل» مجلې د جمعې په ورځ ليکلي دي چي څو اونۍ مخکي يوه غوښتل په جعلي پاسپورت د فرانکفورت هوايي ډگر له سرحدي پوليسو تير سي. دوی ليکلي چي دغه کس په الوتکه کي له سعودي عربستانه راغلی وو. کله چي ثابته سوه چي د دغه کس پاسپورت ئې جعلي دی نو د پناه غوښتنه ئې وړاندي کړه.
د مجلې د راپور له مخي، کله چي بيا دغه پيښه د جرمني د کډوالو او مهاجرو فدرالي ادارې وڅېړله نو روښانه سوه چي عبدالروف محمد په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لږ وخت د روغتيا وزير وو او د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱م کال ترمنځ ئې څو واري له اسامه بن لادن سره ليدلي ول.
په دغو څېړنو کي روښانه سوې چي د طالبانو دغه چارواکی بيا وروسته د پاکستان له لاري ځان ناروې ته روسلی او هلته ئې پناه اخيستې وه. هغه په ناروې کي بيرته افراطيت ته مخه کړې وه، خو دا خبره ئې ردوله چي گويا په اوسلو کي دي ئې ځوانان افراطيت ته رابللي وي. په ۲۰۱۴م کال کي بيا د ناروې چارواکو دغه کس د امنيتي دلايلو له مخي له هيواده بيرته شړلی وو.
مجلې ليکلي دي چي د محمد دغه شاليد ته په کتو سره د جرمني د کډوالو او مهاجرو چارو ادرې د هغه د پناه غوښتنه رد کړې ده. د طالبانو دغه چارواکی تر هغه مهاله چي د پناه غوښتنه ئې څېړل کېده د فرانکفورت له هوايي ډگره د وتلو اجازه نه لرله او له هغه ځايه بيرته سعودي عربستان ته لېږل سوی دئ.
د جرمني چارواکو په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. د راپورونو له مخي داسي اټکل کيږي چي محمدي دي له سعودي څخه بيرته افغانستان ته تللی وي.