روسيه بیا د افغانستان په اړه غونډه رابولي
۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبهد افغانستان د جمهوررئيس محمد اشرف غني د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي دې غونډي ته د امریکا متحدو ايالاتو استازي هم رابلل سوي دي.
اتمر دغه راز په دې غونډه کي د وسله والو طالبانو د استازي له گډون سره مخالفت نه لري. هغه ټينگار کړی دئ چي حکومت ئې له طالبانو سره مخامخ خبرو اترو ته تيار دئ.
د روان کال په فبروري مياشت کي روسيې بې له غربي چارواکو د افغانستان په اړه غونډه رابللې وه. د کارپوهانو په دې غونډه کي د روسيې، افغانستان، چين، هند، پاکستان او ايران استازو گډون لاره.
اتمر ويلي دي چي اوس راتلونکي غونډي ته د امريکا متحدو ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسياه د پنځو غړو هيوادونو په گډون د ۱۲هيوادونو استازي رابلل سوي دي.
د تيري غونډي په اړه هغه مهال د روسيې «ريا» خبري آژانس د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي ول چي امريکا ځکه په دغو خبرو اترو کي گډون کړی نه دی چي په افغانستان کي د ملي پخلايني له پاره هڅو کي نه يوازي د سيمه ايزو، بلکي ټولو هيوادونو گډون مهم دئ.
خو د افغانستان له پاره د روسيې د جمهوررئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف ياد خبري آژانس ته ويلي ول چي مسکو تيار دی امريکا متحد ايالات هم د افغانستان په اړه خبرو اترو ته راوبولي. خو هغه ټينگار وکړ چي امريکايان بايد دا پريکړه وکړي چي «په افغانستان کي څه کول غواړي».