راپور: په سوریه کې دواړه خواوي له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهاعلان
د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په یوه خپور شوي راپور کې ويل شوي دي چې په سوریه کې دواړه خواوې د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې ښکیلې دي. د نوموړي راپور په حواله په ځینې مواردو کې دولتي ځواکونو حتی د یوې کورنۍ ټول غړي په خپل کور کې وژلي دي او همدا شان یاغیان، پوځیان او د دولت پلویان شکنجه کوي او وژنې ئې.
په سوریه کې د ملگرو ملتونو له خوا د اوربند د نافذیدو سربیره هم د تاوتریخوالي په پیښو کې کمی نه دئ راغلی. په عینی حال کې د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی به د روانې میاشتې په پای کې دمشق ته سفر وکړي تر څو د سوریه له دولتي چارواکو سره د سولې د پلان په سر خبرې اتري وکړي چې دغه پلان لا تر اوسه نه د دولت له لوري او نه هم د اپوزیسون له خوا مراعات شوی دئ.