1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کوټې په چاودنه کې د ملا هیبت الله اخندزاده ورور وژل شوی

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

د طالبانو د ډلې دوو سرچینو ویلي چې د کوټې په جومات کې په ننۍ چاودنه کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده ورور وژل شوی دی. په دې چاودنه د څلورو کسو د وژل کیدو او له شلو د ډیرو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3O1xx
Pakistan Selbsmordanschläge
انځور: picture-alliance/Xinhua/Irfan

نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۱۶ نیټه) د پاکستان کوټې ته نژدې په کچلاک ښارګوټي په یوه جومات کې زوروره چاودنه شوې چې په پایله کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو دوو سرچینو د نوم د نه بربنډیدو په شرط رسنیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخنداده ورور وژل شوی دی. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې حافظ احمد الله د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده کشری ورور وو.

دغه چاودنه د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده. په دې سیمه کې اسلامپاله جنګیالي او بلوچ بیلتونپال فعالیت لري.

تر دې مخکې د کوټې ښار د سیمه ایزو پولیسو مشر عبدالعلي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي ویلي وو چې بم مخکې له مخکې په جومات کې ځای پر ځای شوی وو او د ریموټ کنترول په وسیله ورته انفجار ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ټپیان د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار روغتونونو ته لیږدول شوي دي. تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.