1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: ۸۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې د موسساتو سره په همغږۍ د ښاري زرغونتیا په برخه کې ۸۰۰۰ کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره کړې ده. د لنډمهاله کاري فرصتونو په هکله اقتصادي کارپوهان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4BCOr
Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره کړې ده. د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل زمري څرګند له المان ږغ دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې په کندهار ښار کې د وزګارتیا د مخنیوي او کمښت په خاطر يې ۸۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو کړې ده.

Alltagsszenen in Corona-Zeiten in Kandahar, Afghanistan
انځور: DW/M. Ibrahim

د څرګند په قول دغه کسان به د ښار په پاکۍ او زرغونتیا کي کار کوي. د چارواکو په خبره د ملګرو ملتونو د هبیتات دفتر او د خوړو د نړیوال سازمان یا ډبلیو اف پي لخوا یادو کارګرو ته د میاشتې له ۶۵۰۰ څخه تر ۸۵۰۰ افغانیو پورې معاش ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوریدو او واک ته د طالبانو تر بیا رسیدو وروسته په افغانستان کې ورځ تر بلي اقتصادي وضعیت مخ پر خرابیدو دی او افغانان له مخ پر زیاتیدونکی بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دی. په افغانستان کې د معلوماتو له مخې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي او د ملګرو ملتونو په خبره نیږدې نیمايي افغانان د خوړو له حاد کمښت سره هم مخامخ دی. اوسمهال په جنوبي کندهار ولایت کې ۲۴۰ ګرامه ډوډۍ په ۱۵ افغانۍ خرڅیږي، داسې خوراک چې د ګڼ شمیر افغانانو له پاره اصلي خوراک شمیرل کیږي.

د کندهار ښاروالې مطبوعاتي مسوول زمری څرګند زیاتوي چې اوسمهال یاد کسان د شپږو میاشتو لپاره په دنده ګومارل سوي دي او پلان لري، چې دا لړۍ لا پسې وغځوي. هغه دویچه ویله ته وویل: « کندهار ښاروالۍ اته زره کسانو ته د کار زمینه چمتو کړې ده. دغه کسان په دوو برخو کې کار کوي، چې نیمايي يې په پاکارۍ او نیمايي نور په سرسبزۍ کې کار کوي. یاد کسان زموږ سره د شپږو میاشتو له پاره دي، چې معاش ورته د خوراک نړیوال سازمان او یو ان هبیټاټ لخوا ورکول کیږي.»

ګلبدین او رمضان دوه تنه هغه کندهاري ښاریان دي، چې په دغه پروژه کې د کار کولو فرصت ورته برابر شوی. ګلبدین له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: »ماته د شپږو میاشتو لپاره د ښاروالۍ لخوا وظیفه راکول سوې او زه ډیر خوشحاله یم، چې خپلو اولادونو ته له دې لارې یوه ګوله ډوډۍ پیداکوم.»

په کندهار کې داسې مهال په زرهاوو کسانو ته د کار زمینه چمتو سوې ده، چې په دې وروستیو کي عام افغانان له وزګارتیا څخه سخت کړیږي. کارپوهان په دې باور دي چې له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو بشري مرستې یوازې په لنډ مهاله کې د افغانانو اقتصادي ستونزې حل کولی شي خو په اوږدمهاله کې دغه مرستې درد نه دوا کوي.