د کندهار ولایت مرستیال ووژل شو
۱۳۹۳ آبان ۱۲, دوشنبه
یوه ناپیژندل شوي وسله وال کس پر پتیال باندې هغه وخت ډزې وکړې چې دی د کندهار پوهنتون په یوه ټولگي کې په زده کړو بوخت وو. برید کوونکي د خونې له کړکۍ څخه پر پتیال ډزې کړې دي.
د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې برید د یکشنبې په ورځ ناوخته ترسره شوی دی. د برید په پایله کې ۳۲ کلن پتیال سخت ټپي شوی چې بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. خپواک وویل: «نن لس کم اووه بچې پر عبدالقدیم پتیال د ولایت مرستیال، باندې د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی. هغه لومړی ټپي شو خو په خواشینۍ سره هغه د سختو ټپونو له کبله په میرویس روغتون کې ساه ورکړه.»
د ولایت ویاند زیاته کړې ده: «برید د یوه کس له خوا ترسره شوی دی، خو لا تر اوسه پورې زموږ څیړنې بشپړې شوې نه دي.»
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د پتیال له کورنۍ سره غم شریکي کړې ده او پر هغه باندې برید یې یو ترهگر عمل بللی دی. یو دولتي هیئت اوس د دغې پیښې د څیړنې له پاره گومارل شوی دی.
که څه هم په وروستیو وختونو کې طالب جنگیالیو پر افغان دولت باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو لا تر اوسه پورې طالبانو او یا هم کومې بلې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.