1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پارلماني استازي د امنیت په هکله اندیښنه لري

عبدلباري حکيم / حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

د افغانستان د ولسي جرگې استازو په خپل هیواد کې د امنیتی وضعې د خرابېدو په هکله سخته اندیښنه ښودلې او له نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه يې غوښتي چې وضعیت ته پاملرنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1DTd6
انځور: picture alliance / dpa

د ولسي جرګې استازو پر افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي ږغ کړی دی چي دا سي نه چي د امنيت اوسنۍ وضعه د پخوانی حکومت په څير په دایمي سرخوږ بدل شي.

د افغانستان پارلماني استازي وايي چي حکومت لا تراوسه د نا امنیو په وړاندي خپله کومه مشخصه ستراتیژی نه ده وړاندي کړې. دا په داسي حال کې ده چی طالب یاغیانو د لویو لارو د تړلو په مقصد خپل بریدونه زیات کړي تر څو پر حکومت باندی فشار زیات کړي.

د بېلګي په توګه د افغانستان مرکزي ولایت غزني په دې وروستیو وختو کي د سختو نا امنیو شاهد دی. په دغه ولایت کي یو شمیر ولسوالیو ته طالب یاغیانو لاري تړلي او د خلکو د تگ او راتگ مخه یې نیولې ده.

د طالبانو مخ په زياتېدو بريدونه

دغه راز له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتی تړون له لاس لیک کولو څخه وروسته وسلوالو طالبانو په پلازمینه کابل کې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري د خپلو حملو هدف وگرځول. د افغانستان د پارلمان استازي وايي چي ښایي له دې وروسته هم د یاغیانو حملې پراخي شي، هغه هم په داسي حالاتو کې چې نړیوال ځواکونه د روان میلادي کال په پای کې خپل ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه باسي او امینتي مسوولیت به په بشپړه توگه د افغان ځواکونو په ذمه شي.

په ولسي جرگه کي د فراه د ولایت استازې حمیرا ایوبي، د شنبی د ورځي (د اکتوبر ۱۱مه) یوې غونډی ته وویل چی په یو شمیر ولایاتو کي له پخوا څخه امینتي وضعیت زيات کړکېچن شوی دی. هغې په دې اړه خپل ولایت فراه ته اشاره وکړه او وویل چې د فراه په ولسوالیو کي د خلکو ژوند تریخ شوی دی: «د فراه پنځه ولسوالۍ نا امنه دي. د گلستان ولسوالي له ۱۳ کلونو را په دې خوا امنیت نه لري. او له اتو میاشتو را په دې خوا دغي ولسواليو ته لاره تړلې پاتې ده. طالبانو دغه لاره اوس په بشپړه توگه بنده کړې او خلکو ته خوراکي توکي نه رسیږي.»

ځیني استازي وايي چي له انتخباتي تیمونو سره د ځینو زورواکو کسانو چې وسلوالې ډلی لري، یو ځای کیدل، ښایي دغه ناامیني نوره هم زیاته کړي. د ولسي جرگې استازي اندیښنه لري، دا ځکه چې که چیري حکومت هغوی ته د خپلې خوښې څوکۍ ور نه کړي، کیدای شي چي په زور زیاتیو لاس پوري کړي.

د مسلکي پوليسو تقرري

د کابل ولایت استازي، انجنیر زکریا د شنبې د ورځي غونډې ته وویل : «هغه کسان چی په انتخاباتي کمپاین کي د دې او یا د هغې بلې ډلې په کتار کي ولاړ ؤ او د ولس مشرۍ د کاندیدانو لپاره یې کامپاین کاوه، که چیري وزارت ور نه کړل شو، رئیس مقرر نه شي، نو کیدای شي چی بیا زور زیاتیو ته مخ واړوي.»
نوموړي پارلماني استازي وویل چې دغه ډول کسان هم د نوي ولسمشر او هم د هغه د اجراییه چارو د رئیس په شا او خوا کي موجود دي.

پارلماني استازو له نوي حکومت څخه وغوښتل چی د ولایاتو امنیتي قوماندانان باید له هغو کسانو څخه وټاکل شي چې په فساد کې لاس ونه لري. شیکیبا هاشمی د کندهار د ولایت استازي له نوي ولسمشر احمدزي څخه وغوښتل چی د خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي. هغې وويل:

« هیله من یو هغه څوک چی مسلکي وي او په فساد کې لاس ونه لري، د امنیتي حوزو آمرین مقرر شي. دغه باید د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایاتو کي سرته ورسیږي.»

په یوه نوي نظر غوښتنه کي ۷۰ سلنه پوښتل سوو افغانانو له نوي ولسمشر څخه غوښتي دي چي د هیواد امینتي وضعیت د خپل کار په لومړيتوبونو کي ونیسي.