1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلات ښاريان، ښاروالي په فساد تورنوي

۱۳۹۰ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د زابل ولايت کلات ښار يو شمېر ښاريان ادعا کوي، چي د دوئ مځکي شتمنو کسانو ته ددغه ولايت د ښاروالۍ رياست له خوا د پيسو په بدل کي ويشل سوي دي.

https://p.dw.com/p/13VtI
د کلات ښار يوه برخه
د کلات ښار يوه برخهانځور: Pahjwok Afghan News

دوئ وايي کورونه او هټۍ يې په دې بهانه نړول سوي چي له ماسټر پلان څخه خلاف دي او ښاروالي ورته په بدل کي نوري مځکي ورکوي.

دغه په سلګونو تنه ښاريان چي د زابل کلات په مرکز کي راغونډ سوي ول، نيوکه يې کوله چي تراوسه پوري هيڅ بې وسه ته هم ددوئ د مځکي په بدل کي نه يوازي دا چي مځکي نه دي توزيع سوي، بلکي ددوئ هغه پخوانۍ مځکي هم پر بډايانو باندي د پيسو په بدل کي ويشل سوي دي.

په کلات ښار کي ددغو کسانو په استازيتوب يو تن چي د نوم د ښوولو څخه يې ډډه کوله دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل:

«توزيع نه ده سوې، خاص تجارت دئ، يوسړى دي ووايي چي دوئ ته مځکه ورکول سوي ده. دغه مځکي که مستحق کسانو ته ورکول سوي دي،لا هم ور څخه پيسي غوښتل سوي دي. په ژمنه سويو نومرو کي هم مسکينانو ته يوه نومره مځکه نه ده رسېدلې، هغه هم بډايانو وړي دي.»

په ولسي جرګه کي د زابل د خلګو استازى او لومړى منشي عبدالقادر کلاتوال چي سيمي ته د همدې موضوع د څرنګوالي په اړه د يو پلاوي په مشرۍ تللی وايي، دوئ اخته دي ترڅو د زابليانو شکايتونه او د ښاروالۍ خبري واوري او بيا تر دعوه لاندي مځکه د ماسټر پلان او د ښاروالۍ د نقشي سره تطبيق کړي.

کلاتوال زياتوي د مځکو ستونزه په هرولايت کي موجوده ده لاکن له دوئ سره مسلکي کسان راغلي او کيداى سي يوې داسي پريکړي ته سره ورسيږي چي حق او قانون دواړه پکښي تر پښولاندي نه سي.

خو د زابل ښاروال جنت ګل وردګ د راغونډو سويو خلګو دعوې بيځايه ګڼي او وايي د دوئ د رياست مسلکي انجنيرانو د ماسټرپلان او منظمي نقشې له مخي خلګو ته د قانوني اسنادو سره سم مځکي توزيع کړې او له هيچا څخه د شخصي جيبونو له پاره پيسې نه اخيستل سوي او نه غوښتل سوي دي.

د ښاروال په خبره ځيني کسان سته چي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دولت ته خنډونه جوړوي او نه پريږدي چي ماسټرپلان او نوري قانوني کړني په سم ډول عملي سي.

په کلات ښار کي دغه اعتراض کوونکي په داسي حال کي د ښاروالۍ د چارواکو په وړاندي خپل ږغ پورته کوي، چي په دغه ولايت کي نزدې پنځه کاله وړاندي سلګونه هټۍ په دې پلمه ونړول سوې چي گويا دا د ښاروالۍ د لاري خنډ او په بدل کي به يې نوري مځکي ورکول کيږي.

خو د خلکو په خبره تر اوسه داسي څه نه ويل سوي او نه هم لیدل سوي،چي هټيوالو ته دي نور دوکانونه يا مځکي ورکول سوي وي.

محمد ابراهيم سپېڅلي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل