1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کانونو غیرقانوني کیندنه دې ودرول شي»

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۳۰, شنبه

د افغانستان پر طبیعې ځیرمو باندې د څار شبکه د هغو کسانو او شرکتونو پر وړاندې د قانوني اقداماتو د ترسره کیدو غوښتونکې ده چې په غیر قانوي ډول د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې کان کیندنې کوي.

https://p.dw.com/p/1AeWx
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

د افغانستان پر طبیعي ځیرمو باندې د څار شبکې غړي جاوید نوراني، د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په افغانستان کې فساد د یوې نه مهاریدونکې پدیدې په توگه په ټولو بخشونو کې غځیدلی دی. په هر ځای کې چې تاسو د افغانستان عاید وینئ نو کولای شئ چې د فساد ریښې هم وموندئ.»

د دغې شبکې غړي وایي چې د افغانستان ځینې کانونه په مخفي ډول او لږه پیمانه کیندل کیږي، خو یو شمیر نور بیا په لوړه کچه کیندل کیږي او په لاریو کې ورڅخه کیندل شوي معدني مواد ایستل کیږي.

د افغانستان د طبیعي څیرمو د څار شبکې په حواله د دغه هیواد په ۱۴۰۰ سیمو کې شرکتونه او وگړي په غیر قانوني ډول د کانونو په کیندنې بوخت دي. د دې شبکې په خبره یوازې د کابل په شاوخوا سیمو کې په ۷۱۰ سیمو کې د کانونو غیر قانوني کیندنه روانه ده. دې شبکې زیاته کړې ده چې په عین حال کې د سمنگان ولایت په ۳۸۶ سیمو کې هم د کانونو کیندنه روانه ده.

د شبکې په حواله افغان حکومت د هغو کسانو او شرکتونو یو نوملړ په لاس کې لري چې د کانونو په غیر قانوني کیندنه کې ښکیل دي خو هغه هیڅ وخت نه افشا کوي.

د افغانستان پر طبیعي ځیرمو د څار شبکې مسوول محمد تواف ستانکزي، وویل: «هغه کسان چې مطرح دي د هغوی نومونه په هغه نوملړ کې راغلي دي خو بیا په نوملړ کې د مطرح کسانو نومونه شامل نه دي. دغه نوملړ یو کال مخکې د کانونو وزارت له خوا جوړ شوی او د امورو ادارې ته استول شوی دی. دغه نومونه باید افشا شي.»

دغه شبکه وایي چې په یوې میاشت کې د کرومایت، ذغالو او یو شمیر قیمتي ډبرو د غیر قانوني کیندنې ارزښت له شپږو څخه تر اوو میلیونو ډالرو ته رسیږي.

په خبري کنفرانس کې پر افغان حکومت باندې غږ وشو چې د کانونو د قانوني کیندني له پاره لاره حواره کړي. پر طبیعي ځیرمو باندې د څار شبکې وویل چې اوس هغه ۱۴۰۰ سیمې چې په کې د کانونو غیرقانوني کیندنه روانه ده د دولت تر کنترول لاندې دي، خو روښانه یې کړه چې که دغه بهیر دوام پیدا کړي نو کیدای شي چې دغه سیمې هم ناامنه شي.

نوراني وویل: «هر کان چې په قانوني ډول کیندل کیږي پر هغه باندې څارنه کیږي چې باید چاپیریال ته زیان و نه رسوي. خو په غیرقانوني کانونو کې دغه شان څارنه موجوده نه وي.»

پر کانونو باندې د څار شبکې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د کانونو د کیندنې ټول غیرقانوني فعالیتونه ودروي. شبکې همداراز په هرو شپږو میاشتو کې د کانونو د وضعیت په اړه د یوه شفاف رپوټ غوښتنه وکړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب