1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د گران بيه ډبرو د قاچاق مخه دي ونيول سي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه

د کونړ او ننګرهار ولایتونو يو شمېر اوسیدونکو پر مرکزي حکومت غږ کړی دی چې که د دغه ولایت د طبیعي کانونو د قاچاق مخ و نه نیسي نو دوی به یې د ساتنې له پاره په خپله وسلې راپورته کړي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/191GT
GettyImages 80288048 Trucks are loaded with rocks at the world's richest by production value open pit Diamond mine, Jwaneng, 160km south west of Gaborone on March 17, 2008. Botswana launches its own diamond trading company on March 18, 2008 in a move designed to boost local business and create jobs for citizens of the world's top producer of these precious stones. The creation of Diamond Trading Company Botswana (DTCB), a joint venture between De Beers and the Botswana government, will end the practice of sending diamonds mined in Botswana to De Beers' London-based main Diamond Trading Company for sorting and marketing. The pit is 350m deep and 2 kilometers wide. AFP PHOTO / ALEXANDER JOE (Photo credit should read ALEXANDER JOE/AFP/Getty Images)
Diamanten-Mine in Botswanaانځور: AFP/Getty Images

د دغو ولایتونو په لسونو تنو اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۳) په کابل کې د یوې غونډي پرمهال وویل چې له دغو ولایتونو څخه ګران بيه ډبري قاچاقيږي.

د غونډي گډونوالو وویل چې په کونړ او ننګرهار کې هغه غرنۍ سيمي چي گران بيه ډبري پکښې موندل کيږي، زياتره يې د حکومت پر ځای د طالبانو په ولکه کي دي، خو هغه لاري چې دغه قاچاقبران دغه ډبري ورباندي انتقالوي د افغان امنيتي ځواک په کنترول کي دي.

د کونړ چپه دره، ماڼوګي او خاص کونړ هغه سیمي دي چي د بیروج او کرومایتو ګران بيو ډبرو ډیر کانونه پکښې شته.

د غونډې يو تن گډونوال چي د کونړ ولايت اوسېدونکی دی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل هره میاشت د لسونو ميلیونو پاکستانیو روپیو په ارزښت قیمتي ډبري له کونړ څخه پاکستان او وروسته نورو ملکونو ته قاچاقیږي.

هغه وويل حکومت تورن کړ چې د دغه کاروبارد مخنیوي له پاره یي ډیر څه نه دي کړي: «د کانونو استخراج د حکومت کار دی نه د خپلسرو کسانو او دا ملي شتمني ده چي حکومت يې باید ساتنه وکړي.»

په غونډه کي د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ يوه اوسیدونکی شفیع الله بيا وويل چي په دغه برخه کي د حکومت له ډيرو قیوداتو سره سره بیا هم د قیمتي ډبرو قاچاق په خاصه توگه  پاکستان ته جاري دی.

خو د کونړ ولايت د پوليسو مشر جنرال سيدخيلي وويل چي د کانونو په رايستلو او د گران بيه ډبرو د قاچاق په مخنيوي کې تر خپل وس پوري هڅه کوي.

هغه وويل د يو لړ غير مسئولو کسانو له خوا د کانونو د ناقانونه استخراج مخه يې نيولې ده، خو يوازي په هغو ځايونو کې چې د دولت په لاس کې دي: «زه د کونړ له اوسیدونکو غواړم چې له پولیسو سره مرسته وکړي تر څو د کشفي اواستخباراتي ادارو په مرسته هغه پولیس چي ویل کیږي په قاچاق کې لاس لري ونیسو، که چیري مو بیا و دغه کار و نه کړای شوای چي د قاچاق او ناقانونه کیندنو مخه ونیسو بیا موږ ملامت یو.»

د کونړ ولايت د قومي مشرانو په وینا چې نه یوازي قیمتي ډبري، بلکي د دغه ولایت د ځنګولونو بې باکه وهل هم روان دي په داسي حال کې چې دغه کار حکومت جرم ګڼلی دی.

ویل کیږي چي یو شیمر سیمه يیز زور واکان هم د کانونو په ناقانونه استخراج او قاچاق کې لاس لري چې تر ډیره مرکزي حکومت هم ورباندي خبر دی.

تیر کال په ختیځو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو د کاروباریانو ټولني په یوه رسمي راپور کې ویلي ول چې له دغو ولایتونو څخه په ۱۳۹۱ کال کې د نزدې د زرو ميلیونو افغانیو په ارزښت گران بيه ډبري یوازي پاکستان ته قاچاق شوي دي.