د پنجوايي پېښي د تورن سرتيري استماعيه غونډه
۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبهامريکايي سرتيری روبرت بيلس، چي د عراق او افغانستان په جگړو کي ئې ونډه اخيسې ده په دې تورن دئ، چي د روان کال د مارچ په مياشت کي ېې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي له خپلي پوځي اډې وتلی دئ او په دوو کليو کي ئې پر ملکي وگړو باندي ډزي کړي دي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي دغه خونړۍ پيښه چي ډيری قربانيان ئې ښځي او کوچنيان ول د وينتام تر جگړې وروسته د امریکايي ځواکونو له خوا خونړۍ پيښه بلل سوې ده او د دې سبب سول چي د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي زيانمني کړي.
بيلس د پوځي دندې پر مهال د ۱۶ تنو ملکي کسانو په وژنه، ۶ واري د قتل تلاښ، او الکولي موادو په کارولو تورن دئ.
که چيري پر دغه امريکايي سرتيري باندي دغه تورونه ثابت سي کيدای سي، چي هغه د اعدام په سزا محکوم سي.
دغه استماعيه غونډه چي په واشنگټن کي په يوه پوځي اډه کي جوړيږي، امکان لري چي دوې اوونۍ دوام وکړي. په دغه غونډه کي به د پېښي عيني شاهدان چي د کلي اوسېدونکي او افغان سرتيري دي په ژوندۍ بڼه د ويديو له لاري گډون وکړي.
په دغه غونډه کي به پخپله بېلس هم حاضر وي خو ويل کيږي، چي هغه به پوښتنو ته جوابونه نه وايي. د دغه سرتيري غير پوځي وکيل په دې باور دئ، چي موکل ئې دغه وژني په يوازي سر نه دي تر سره کړي، او هغه په روحي ناروغۍ اخته دئ.
د بيلس وکيل تيره مياشت رويترز خبري آژانس ته ويلي ول، چي په پلان کي ده هغه او يو پوځي څارنوال د هغو ۱۵ تنو کليوالي خلکو له جملې څخه له پنځو تنو سره خبري وکړي، چي د پيښي عيني شاهدان دي.
د روان کال د مارچ په مياشت کي دغي خونړۍ پېښي د افغانستان په جنوب کي د امریکايي اډې«لويس مک کورد» چي روبرت بيلس پکښي دنده تر سره کوله انضباطي ستونزي افشا کړې.
د دغي پوځي اډې څلور تنه سرتيري د امريکا په يوه پوځي محکمه کي پر خپلو جرمونو باندي د اعتراف په کولو سره په بند محکوم سول.
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا د روان کال د اگست په مياشت کي د پوځي کارپوهانو د يوې کمېټې سرپرست وو، چي غوښتل ئې د امريکا د پوځي محاکمو سيستم برسي کړي، چي په هغه کي اصلاحاتو ته اړتيا سته که څنگه؟
وريترز/ مهرنوش انتظاري/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم