1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دستگير: د زنگاوات د قربانيانو کورنيو ته خون بها نه مرسته ورکړل سوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

د کندهار د ولايتي شورا چارواکي وايي چي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د زنگاوات د پيښي د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته سوې ده.

https://p.dw.com/p/14Rt4
انځور: dapd

د کندهار په ولايتي شورا کي د پنجوايي ولسوالۍ استازي حاجي آغالالي دستگير هغه خبري رد کړې چي گويا د قربانيانو کورنيو ته دي تاوان ور کړل سوی وي.

هغه له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په يوه تليفوني تماس کي وويل چي تيره ورځ د کندهار ولايت په مقام کي د امريکايي ځواکونو له خوا د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات کلي د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته سوې ده.

«د هر وژل سوی کورنۍ ته د۵۰ زره امريکايي ډالره معادل افغانۍ او د هر ټپي سوي کورنۍ ته د ۱۱ زره امريکايي ډالره معادل افغانۍ مرسته ورکړل سوې ده.»

راپورونه وايي چي دغه پيسې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا د قربانيا کورنيو ته را استول سوي دي.

ددې ځوان کورنۍ د زنگاوات د پيښي قرباني ده
ددې ځوان کورنۍ د زنگاوات د پيښي قرباني دهانځور: dapd

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ددې مرستي له ور کولو څخه بې خبري ښوولې ده او يوه وياند ئې ويلي دي:«د ايساف د پاليسۍ له مخي موږ د جگړې قربانيانو ته تاوان نسو ورکولای.»

رويترز خبري آژانس د يوه امریکايي چارواکي چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي د کندهار د زنگاوات د پيښي د قربانيانو کورنيو ته ئې تاوان ورکړی دئ. خو د پيسو د اندازې په اړه ئې څه نه دي ويلي.

دغه چارواکي ويلي دي چي له افغاني فرهنگه سره سم په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه د قربانيانو کورنو ته تاوان ورکوي.

د روان کال د مارچ د مياشتي پر ۱۱ نېټه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي يوه امريکايي عسکر ۱۷ تنه بې گناه افغانان ووژل.

دغه امریکايي عسکر د شپې پر يوه بجه له خپلي قراگاه څخه وتلی وو او په درو کورونو کښي ئې د ښځو او کوچنيانو په گډون ۱۷ تنه ووژل.

تازه راپورونه وايي چي دغه عسکر تر لومړۍ وژني وروسته بيرته خپلي قراگاه ته راغلی او دوهم واري بيا وتلی وو او نور انسانان ئې وژلي ول.

رابرت بيلز اوس د امریکا د متحده ايالاتو د کنساس ښار د ليون ورث په پوځي زندان کي بندي دئ.

پر دغه امریکايي پوځي باندي د جمعې په ورځ رسماً د ۱۷ تنو بې گناه انسانانو د قتل تور ولگول سو.

امريکايي لوړ پوړي چارواکو ويلي دي چي که پر رابرت بيلز باندي دغه تورونه ثابت سي کيدای سي د مرگ له سزا سره مخامخ سي.

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم