1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان؛ پوځ د ۵ وسله والو او یوه سرتيري د وژل کیدو خبر ورکړ

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې يې د پاکستاني طالبانو پر یو پټنځای چاپه وهلې چې په دې ترڅ پنځه وسله وال او یو سرتيری وژل شوي دي. پاکستاني طالبانو هم د چاپې وهلو خبر مني خو وايي چې هغه یې شنډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KUox
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ سرتيري د ګزمې پر مهال
د آرشیف انځور - د پاکستان د پوځ سرتيري د ګزمې پر مهالانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د دسمبر ۵مه وویل چې چاپه ېې د خيبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزيرستان په مربوطاتو، افغانستان پولې ته نژدې ترسره کړې ده. پوځ نه په ډاګه کړې چې دغه چاپه ېې څه وخت وهلې او نه ېې هم د وژل شوو کسانو د هویت په اړه جزئيات ورکړي دي.

امريکا د پاکستاني طالبانو او القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي

تحریک طالبان پاکستان چې پر پاکستاني طالبانو هم یادیږي مني چې ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د دوی پر يو پټنځاي چاپه وهلې او وايي چې د چاپې پر مهال يې یو عسکر وژلی دی.

پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وويل چې دوی دغه چاپه شنډه کړه خو څرنګه چې پوځ ادعا کړې د اوښتو تلفاتو په اړه ېې څه نه دي ويلي.

پاکستاني طالبانو په نوښار کې د درو پاکستاني پولیسو د وژلو مسئولیت منلی

پاکستاني طالبانو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له حکومت سره یې د روان کال په جون مياشت کې کړی د اوربند تړون مات کړی دی او تر دې اعلان وروسته ېې پر پاکستاني پولیسو د دوو حملو مسئولیت منلی دی.

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

لومړنۍ ځانمرګی برید په ګوټه کې وشو چې د يوه پاکستاني پولیس په ګډون څلور تنه په کې ووژل شول. دوهمه حمله د تېرې اوونۍ په پاې کې پېښور ته نژدې په نوښار کې د پولیسو پر یوه ګزمه وشوه چې پکې درې پولیس ووژل شول.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه:

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب