1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د دغه هيواد په کوټه ښار کې د پولیسو پر یوې ګزمې ځانمرګی برید شوی چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4KGzZ
کوټه کې ځانمرګی برید
کوټه کې ځانمرګی بریدانځور: Arshad Butt/AP/picture alliance

د پاکستان له حکومت سره د اوربند تر پای ته رسیدو سمدلاسه وروسته، پاکستاني طالبانو په کوټي ښار کې بريد وکړ. پاکستاني طالبانو رویترز خبري آژانس ته د یوه پیغام په لیږلو سره د دغه برید مسئولیت منلی دی چې پکې د پولیسو په خبره درې کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ: بلوڅ بېلتون غوښتونکو تښتول سوی پوځي افسر وواژه

د پولیسو یوه چارواکي عبدالحق رویترز خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل: »یوې بمي چاودنې د پولیسو یوه ګزمه په نخښه کړه چې پکې د ۱۵ پولیسو په ګډون ۳۰ نور ټپیان شوي دي.« د نوموړي چارواکي په خبره په وژل شویو کې یو پولیس، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.

کوټه کې ځانمرګی برید
کوټه کې ځانمرګی بریدانځور: Banaras Khan/AFP

د نوموړي چارواکي په خبره، یادې ګزمې د پولیو واکسین د یوه ټیم ملتیا کوله چې چاودنه ورباندې وشوه.

په پاکستان کې وخت ناوخت د پولیو یا ګوزڼ واکسین پر تطبیق کوونکو ټیمونو باندې خونړي بریدونه کیږي او له همدې امله پاکستاني پولیس د یادو ټیمونو امنیت نیسي.

د پاکستان په کوټه کې چاودنې نژدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین په هکله ناسم باورونه د دې سبب کیږي چې ډېر خلک خپل ماشومان واکسین نه کړي. سربیره پر دې، په دغو سیمو کې د پولیو پر واکسیناتورانو باندې د جاسوسۍ ګومان هم کیږي.

خ.ح/ ن.ز

په قبایلي سیمو کې کلتوري بنډارونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب