د ولایتي شورا غړی: طالبانو په تخار کې دوې ولسوالۍ نیولي دي
۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سهشنبهد تخار په دوو ولسوالیو درقد او ینګي قلع کې اوس هم نښتې ادامه لري. د تخار د ولایتي شورا غړي عصمت الله قرباني، دویچه ویله ته وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د طالبانو تحرکات زیات شوي دي. هغه زیاته کړه: «د ینګي قلعه ولسوالۍ تیر ماښام سقوط شوه او لږ څه مخکې د درقد ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ولویده.»
خو د تخار د والي ویاند جواد هجري، وایي: «امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر له دوو استقامتونو له ینګي قلعه ولسوالۍ څخه پر شاتګ وکړ او په یوه استقامت کې فیزیکي حضور لري.»
د هغه په خبره اوسمهال جګړه ادامه لري او دغې ولسوالۍ ته کومکي ځواکونه استول شوي دي: «په درقد ولسوالۍ کې هم د سهار له ۹ بجو څخه طالبانو له درو لورو حمله وکړه او دولتي ځواکونو له دغې ولسوالۍ څخه هم تاکتیکي پر شاتګ کړی دی.»
لا تر اوسه دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله دقیق معلومات نه شته. د عصمت الله قرباني په خبره په ینګي قلعه ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو تلفات نه درلودل، خو د درقد ولسوالۍ څخه هم د احتمالي تلفاتو په هکله معلومات په لاس کې نه شته.
خو د تخار د والي ویاند وایي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده: «په ینګي قلعه کې د طالبانو د لایزري قطعې د قوماندان مولوي امام الدین په گډون۳۰ تنه طالبان وژل شوي دي.» هغه زیاته کړه: «دا چې امنیتي ځواکونو تاکتیکي پر شاتګ وکړ، تلفات یې نه درلودل.»
د تخار ولایت په ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د خلکو اندیښنې راپارولي دي. د ولایتي شورا غړي عصمت الله قرباني، په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت په هکله اندیښنه وښودله او د دغه ولایت وضعیت ته یې د مرکزي حکومت او امنیتي بنسټونو د توجه اړولو غوښتنه وکړه: «له امنیتي وضعیت څخه اندیښنې ډیرې پراخه دي. امنیتي وضعیت وحشتناک دی.»
تخار ولایت ۱۶ ولسوالۍ لري چې څو ولسوالۍ یې نا امنه دي. د ولایتي شوار د غړو په وینا د درقد او ینګي قلعه پر ولسوالیو سربیره د خواجه غار، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین او چاه آب ولسوالۍ هم له نا امنیو سره لاس او ګریوان دي.
د درقد ولسوالۍ چې د تخار ولایت په شمال کې موقعیت لري، له تاجيکستان سره ګډه پوله لري. د رپوټونو له مخې طالبانو له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان او تاجيکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. دغه ډله تل په دې هڅه کې ده چې د تخار او بدخشان هغه ولسوالۍ ونیسي چې د تاجيکستان پولې ته نزدې پرتې دي.
پ ع/ ع ف/ س ر