1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د نړۍ تر ټولو صحتمنده انسانان څرنګه ژوند کوي؟

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

د جاپان په سويل کې د اوکيناوا، د يونان د ايکاريا، د ايټاليا د ساردينا او د پاکستان د هونزا سيمو اوسیدونکي د نړۍ تر ټولو صحتنمد خلک دي. د دوی د ښې روغتيا راز په څه کې دی؟ په ژنيتيک جوړښت او که د ژوند د طريقو په انتخاب کې؟

https://p.dw.com/p/3OME6
Joggen in Deutschland
انځور: picture alliance/dpa/P. Steffen

که څه هم ځينې داسې شواهد موجود دي چې ښيي ژنونه د زړه، شکر، چاغوالي او پر نورو ناروغيو د اخته کيدو په مخنيو کې مهم رول لري، خو باور پر دې دی چې د ژوند کولو له پاره د يوې سالمې طريقې انتخاب هم په دې برخه مهم نقش لوبوي.

په دې برخه کې يوه تر ټولو ښه طریقه، له ډير خوراک څخه ډډه کول دي. د جاپان د اوکيناوای ټاپو اوسيدونکي له سلو کلونو څخه ډير عمر کوي. دوي د کالوري مصرف ډير ښکته کړی دی. دوی ‌‌‌ډوډۍ په بشپړه مړه خيټه نه خوري، بلکې تر هغه وخته چې ۸۰ سلنه د مړښت احساس وکړي ډوډي خوري. په نتيجه کې د دغو جاپانيانو په منځ کې په عملي توګه چاغوالی شتون نه لري.

دوی ورزش ته هم اهميت ورکوي او دا يې پر ورځنۍ عادت بدل کړی. دوی په داسې سيمو کې ژوند کوي چې د حمل او نقل امکانات په کې لږ دي نو ځکه خپل ډير ورځني کارونه بايد د عصري ماشینونو پر ځاي په لاس وکړي. د اوکيناوا ټاپو اوسيدونکي د يوې ورځې په دیرو ساعتونو کې بدني فعاليتونه لري. دوي په کلپونو کې درانه تمرينات نه کوي، بلکې اکثره بدني فعاليتونه يې پر پښو ګرځيدل يا بايسکل چلول دي.

له بلې خوا بیا د پاکستان د هونزا درې ښځې د نړۍ تر ټولو صحتمنده ښځې دي. ميوه، سبزيجات، غله، کبان او سويا د دوی د خوراک اصلې سرچينې دي. د جاپان د اوکيناوا اوسیدونکي هم تر ډيره سويا، کبان، زيتون غوړي او شنه سمندري نباتات خوري. په دا ډول کسانو کې پر عروقي او د زړه ناروغيو د مبتلا کیدو خطر ډير ټیټ دی.

لږ غوښه او لږ غوړ لبنيات

د دغو خلکو يو بل عادت دا دی چې غوښه او هغه لبنيات چې ډير غوړ  ولري لږ خوري. دا په داسې حال کې ده چې علمې څيړنې دا تائيدوي چې سره غوښه، په ځانګړې توګه پروسس شوې غوښه او نور پروسس شوي خوراکي مواد، د زړه، شکر او سندرم متابولیک په څير ناروغيو باندې د انسان د اخته کيدو خطر ډيروي.

په اوکيناوا کې د معدې سرطان او آتروسکلروز (د شريانونو د دیوالونو کلکيدل او پيرړيدل) ناروغيانې ډيرې کمې دي او هغه سرطانونه چې هورمونونو پورې تړاو لري، اصلا په کې نه لیدل کيږي.

خو د هغې ټولنې خلک هم د روغتيا له اړخه ډير سالم او صحتمند چې ژوند کولو ته په مثبته سترګه ګوري. په دې معنی هغه کسان چې مثبت فکر کوي د هغو په پرتله چې ژوند ته په منفي سترګه ګوري ډير صحتمند وي او با کيفيته ژوند لري.

د جاپان د اوکيناوا سيمې اوسيدونکو له پاره له خوبه پاڅيدل د يو نوي ژوند د پيل په معنی دی. له همدې کبله په دوی کې استرس يا تشويش هم هيڅ ځای نه لري. دوي په عمومي توګه آرام خلک دي. په هره برخه کې آرام چلن، ژور نفسونه اخيستل او په علاقمندۍ سره د خپلو کارونو تر سره کول د دغو خلکو له عادتونو څخه دي. دا په داسې حال کې ده چې انديښنه، تشويش او يا هم رواني فشارونه په انسانانو کې د زړه حملې او د مغزي سکتو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کيږي.

دا خبره هم په بشپړه توګه روښانه ده چې سګرت څښکل هم د انسان عمر لنډوي. خو دا په دې معنی نه ده، هغه کسان چې له سلو کلونو څخه ډير ژوندي پاتې دي پخوا يې سګرت نه څښکول.

د انفلوانزوا واکسين کولو تر ټولو ښه وخت

واکسين هم د ژوند په اوږديدو کې رول لري. د امريکا متحده ايالتونو د ناروغيو د کنترول او مخنيوي مرکز د انلفوانزوا د واکسين کولو له پاره تر ټولو ښه وخت د سپتامبر له لومړيو د اکتوبر مياشتې تر پايه ښودلی دی. خو تر دې وروسته تر جنوري مياشتې پورې هم د دغه واکسين ادامه ګټوره واقع کيدای شي.

د دغه مرکز د اعلان له مخې، فصلي انفلوانزا يوه خطرناکه ناروغي چې کيدای شي انسان د روغتون تر بستره ورسوي او آن د مړينې لامل يې واقع شي. د انفلونزا ويروس هر کال تغيير کوي، او پر وړاندې یې واکسين کول کولای شي انسان له مړېنې وژغوري. علمي څيړنو همدا ډول نور موارد هم موندلي چې د انسان په ښې صحتمندۍ او يا پر خطرناکو ناروغيو د اخته کيدو سبب واقع کيدای شي.

دلته موضوع ته ورته يو انځوريز البوم هم کتلائ شئ!