1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د مهسا د وژنی ۴۰ مه ورځ؛ په ایران کي د پراخو مظاهرو غوښتنه

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د ایران د امنیتي ځواکونو د زرو زياتي پر چلن سربیره، په ټول هیواد کي د مهسا امیني د وژني د څلویښتمي په مناسبت امنیتي تدابیر نیول سوي دي. د بشري حقونو فعالینو ویلي چي د امیني کورنۍ تهدید سوې چی د هغې څلویښتمه ونه نیسي.

https://p.dw.com/p/4Iha7
 Slogans gegen Islamische Republik während des jüngsten Volksaufstands im Iran
انځور: UGC

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټونو له مخي، د ژینا مهسا امیني د مرگ تر څلویښتمي یوه ورځ مخکي پر امنیتي گواښونو سربیره، خلکو په ټول ایران کي خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړې. د ایران په جنوب لویدیځ کي داهواز د شهیدچمران د پوهنتون د محصلینو د مظاهرو په یوې تأیید سوي ویډیو کي داسي یو شعار لیدل کیږي چی ورباندي لیکل سوي: «ممکنه ده چی یو محصل مړ سي، خو ذلت نه مني.»

نوري هغه ویدیو گاني چي په انترنت کي خپری سوي، په هغو کي هم دبهشتي او خواجه نصیرالدین طوسي د پوهنتونو په شمول د ایران د نورو پوهنتونونو مظاهرې هم لیدل کیږي.

دغه مظاهرې د ژینا مهسا امیني د وژني په ۳۹ مه ورځ ترسره سوې. ژینا امیني ۲۲ کلنه کُردۍ د سپتمبر پر ۱۶ مه د اخلاقي پوليسو له خوا تر نيول کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.دغو اخلاقي پوليسو يا د گشت ارشاد ځواکونو هغه د «اسلامي حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو» په تور نیولې وه.

د ایران فعالینو ددغه هیواد پر امنیتي ځواکونو تور ولگاوه چی ددغي ۲۲ کلني په وړاندي یې زورزیاتی ترسره کړی دی. د ژینا مهسا امیني مړیني په ټول ایران او بهر کي د حکومت پرضد مظاهرې راوپارولې.

ایران: په مظاهرو کې شدت او د سفر اړوند د المان نوی خبرداری

نن چارشنبه (د اکتوبر ۲۶ مه) د ژینا مهسا امیني د مړیني څلویښتمه ده چي د ایران  او اسلامي ټولنو د عنعنې له مخي د هغې د ویر د پای په معنی هم ده.

د ایران رسمي خبري آژانس «ایرنا» د سه شنبه په ماښام د ژینا مهسا امیني د کورنۍ د اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چي شرایطو ته په کتو او د هر ډول خرابو مسألو د رامنځته کیدو د مخنیوي له پاره به، د گراني ژینا د مړیني په ۴۰ مه ورځ د ویر هیڅ ډول مراسم ونه لرو.

خو ددغه رپوټ برعکس، فعالینو ویلي چي د امنیتي ځواکونو له خوا د امیني کورنۍ ته مخکی له مخکي گواښ سوی چي د کُردستان په ولایت کي د څلویښتمي له مراسمو څخه ډډه وکړي او له خلکو یې غوښتي چي د هغې قبر ته له تلو څخه هم ډډه وکړي.

ایران: په زاهدان ښار کې د سپاه پاسداران دوه ساتونکي وژل شوي

ددغو فعالینو په وینا د امیني کورنۍ ته ګواښ سوې چي د سرغړوني په صورت کی باید د خپل زوی د ژوندانه په فکر کي اوسي.

د »ايران د بشري حقونو د څار ټولنې« په نوم د بشري حقونو مدافع ټولنې په حواله چی مرکز یې په اوسلو کی دی، د ایران امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې په ټول ایران کی د مظاهرو مخه ونیسي او هغه سرکوبه کړي.

د ایران په مظاهرو کی تراوسه پوري د ډیریو کوچنیانو په شمول، ۱۴۱ تنه مظاهره کوونکي وژل سوي دي. د نوموړي سازمان د رپوټونو له مخي تر اوسه په ایران کي د وروستیو مظاهرو په ارتباط په زرونو تنه نیول سوي دي.

GP/BS/DW.Online