د ملي موزیم غلا شوي مجسمه بیرته ورتسلیم شوه
۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سهشنبهدغه مجسمه چي اوس آلمان بیرته افغانستان ته ورکړې ده تر میلاد دوې پیړۍ مخکي وخت پوري اړه لري چي دا د افغانستان د شتمن تاریخ ښکارندوی ده..
په دغې مجسمي کي اته کسان حکاکي شوي دي. د افغانستان د ملي موزیم مشر، عمرا خان مسعودي، وایي چي دا يوه ډیره با ارزښته مجسمه ده. هغه زیاتوي: «دا یو ډیر ماهرانه کار دﺉ. زه خوشبینه یم چي په راتلونکي کي به موږ د افغانستان د موزیم نور اثار هم تر لاسه کړو.»
په برلین کي د افغانستان سفارت دا موضوع څیړي چي دا مجسمه تر هغه مخکي چي د آلمان مونشن ښار ته ورسیږي په کوم ځای کي وه. دغه مجسمه تیر کال د مونشن په موزیم کي راڅرګنده شوه. د آلمان حکومت تیره اونۍ دغه مجسمه افغانستان ته واستوله.
په ۱۹۹۰ لسیزه کي د افغانستان له موزیم څخه ډیر تاریخي اثار چور شول. په دغه وخت کي د افغانستان د موزیم څه نا څه ۷۰ سلنه اثار چي شاوخوا ۷۰۰۰۰ قلمه کیدل چور شول چي د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو کي وپلورل شول.
اوس د افغانستان د ملي موزیم چارواکي په دې هڅه کي دي چي خپل چور شوی اثار بیرته تر لاسه کړي. هغه ویلي دي: «دا زموږ مسئولیت دئ. د قانون له مخي باید دغه اثار بیرته افغانستان ته ورکړل شي.»
مسعودي وویلي دي چي د افغانستان یو شمیر تاریخي اثار د متحده ایالاتو، جاپان او د یو شمیر اروپایي هیوادونو په موزیمونو کي راڅرگند شوي دي. د هغه په خبره انگلستان به هم په نزدي راتلونکي کښي د افغانستان د ملي موزیم شل اثره بیرته دغه موزیم ته ورکړي.
مسعودي وایي چي د یونسکو او نړیوالو پولیسو په مرسته د ۲۰۰۷ کال راهیسي د افغانستان د ملي موزیم ۸۰۰۰ چور شوي اثار بیرته د افغانستان موزیم ته سپارل شوی دي.
د افغانستان خپل ډیر اثار د امکاناتو د نه درلودو له کبله ننداري ته نه وړاندي کیږي. اوس په پلان کي ده چي د افغانستان د ملي موزیم تر څنگ یوه بله نوی او پرمختللې ودانۍ جوړه شي. دا به د افغانستان د موزیم نوې ودانۍ وي چي ورباندې به لس میلیونه ډالره ولگیږي. دا ودانۍ به په مدرنو سیستمونو سمباله وی. مسعودي وایي چی په افغانستان کي د دغه شان یو موزیم درلودل د هغه هیله وارزو ده.
مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل