د افغانستان تالا شوي ملي موزیم ته یوه کتنه
۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبهپه پیل کی څوک دې ته نه متوجه کیدل چې دا ساختمان او هغه آثار چې د دي ودانۍ دننه دي، په تیرو لسیزو کی د کوم سرنوشت سره مخامخ شوي دي. خو که په موزیم کی دننه د مجسمو حالت ته وکتل شي نو معلومیږي چې هر هغه څه چې د دې چار دیوارې دننه دي هغه هم د جگړو او زور زیاتې څخه په امن کی نه دي پاتې شوې.
خو وروسته له دې چې د موزیم د مسؤلینو څخه مو وپوښتل معلومه شوه چی دغه ودانۍ د هغه ساختمان بیا رغول شوې بڼه ده چې حتی څو ځله سوځيدلۍ او هر څه چی په کی وو، لوټ شوي او تالان شوي دي.
تقریبآ اکثره مجسمی په دې موزیم کې د بودایانو د وختو څخه باقي پاتې وې زیاتره یې مات شوې وې چې اوس بیرته رغول شوي دي. د دغو آثارو په پيژند پاڼه کې داسې لیکل شوي دي چې وروسته د رغولو بیرته په خپل اصلي بڼه جوړ شوي دي.
د ملې موزیم مسؤلین وایي چې د جگړو او یا د ثور د انقلاب څخه مخکې د سلو زرو په شاوخوا کې د افغانستان تاریخي اثار ځای پر ځای شوی ول. خو اوس مهال په دې میوزیم کې په ډیر لږ شمیر کې تاریخي آثار ساتل کیږي.
د ملې موزیم دروازه د هر لیدونکي په مخ خلاصه ده، او یواځې د 30 افغانیو په ورکولو سره سړی کولای شي چې دې میوزیم ته ورننوځي.
تاریخچه
د ملي موزیم بنسټ د ،امان الله خان، په واسطه کیښودل شو، په لومړي سر کې دغه میوزیم په باغ بالا کې موقعیت درلود او په لږ شمیر کې تاریخې آثار او مقدس کتابونه او لاسي صنایع لکه خامک دوزې په کی ننداری ته وړاندې شول.
په 1925م کال کې د افغانستان ملي میوزیم د جمهوري ریاست ارګ ته انتقال کړای شوه، خو په 1930م کال کې دغه میوزیم د هغې اوسنۍ ودانۍ ته چې د دارالامان په قصر کې موقعیت لري انتقال کړای شوه.
دغه میوزیم په لومړي سر کی د کابل میوزیم په نامه نومول شوی ؤ، خو وروسته بیا په رسمي توګه د ملي میوزیم په نامه ونومول شو.
دویچه ویله/ حسین سیرت
کتونکې: شمس الرحمن ناصر