1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر پخوانی ولسمشر د مرگ په سزا محکوم شو

۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

د مصر یوې محکمې پخوانی ولسمشر محمد مرسي د مرگ په سزا محکوم کړ. مخکې له هغې چې دغه حکم تطبیق شی، د هغه قضیه اوس یوې مذهبي مرجع ته وړاندی کیږي. د اخوان المسلمین سل تنه نور هم د مرگ په سزا محکوم شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FQml
د مصر د لومړي منتخب او راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد د اعدام حکم صادر شو
د مصر د لومړي منتخب او راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي پر ضد د اعدام حکم صادر شوانځور: picture-alliance/dpa/N. Galal/A. Alyoum

د مصر یوی محکمې پخوانې ولسمشر محمد مرسي او د هغه ۱۰۰ تنه نور گوندي ملگري په دې تور چې گواکې په ۲۰۱۱ کال کې د راپرځول شوی ولسمشر حسنی مبارک پر ضد د پاڅون په وخت کې له یوه زندان څخه تیښتیدلي دي، د مرگ په سزا محکوم کړل.

د محکمې قاضي شعبان الشامي له خوا د حکم د اعلان په وخت کې مرسي په یو قفس کې بند ساتل شوی ښکاره کیده.

ډيري نور تورن کسان په غیاب کې محاکمه شوي دي. د هغو په جمله کې مشهور دیني عالم، یوسف القرضاوي هم شامل دی چې اوس په قطر کې ژوند کوي. کله چې قاضي د اعدام حکم لوسته، د مرسي پلویانو شعار ورکاوه چې «مړه دې وي، پوځي واکمني.»

«سیاسي حکم»

د اخوان المسلمین د گوند یو استازي، امر دراج دغه حکم وغانده او له نړیوالۍ ټولنې څخه یی وغوښتل چې د هغه پر ضد په عمل لاس پورې کړي.

دراج چې د اخوان المسلمین د سیاسي جناح « آزادي او عدالت» د گوند د مؤ سسینو له جملې څخه هم دی د رویترز خبري آزانس ته وویل:« دا یو سیاسي حکم دی او د یو قاتلانه جرم څخه استازیتوب کوی چې ښايي تر سره شي او د نړیوالی ټولنې له خوا باید د هغه مخ نیوی وشي.»


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر د محکمې دغه تصمیم وغانده او وویل:«د مصر د خلکو له خوا منتخب ولسمشر له بده مرغه په اعدام محکوم شوی دی. مصر بیرته خپلې پخوانې دورې ته مخ اړولی دی.» اردوغان چې يوې سیاسي غونډې ته یې وینا کوله لویدیځ تورن کړ چې د ۲۰۱۳ کال د کودتا په وړاندې «سترگې پټې کړې دي.»

د مرسی په قضیه کې څارنوالان ادعا کوي چې د ۱۸ ورځو پاڅون په موده کې د فلسسطین د حماس ډلې غړي د غیر قانونی تونلونو له لارې چې د مصر پولې ته نژدی په غزه کې ایستل شوی، د مصر د سینا نیمه ټاپو ته داخل شوي دي. د هغوی د ادعا له مخې، له هغې وروسته د حماس زور پالونکي یو شمیر زندانونو ته ننوتل او بیا مرسي او له هغه سره د مصر د اخوان المسلمین څه د پاسه ۳۰ مشران او ۲۰ زره بندیان خوشی کړي دي.

د مصر لومړی په دیموکراتیکه توگه منتخب ولسمشر مرسي په ۲۰۱۳ کال یو لړ احتجاجونو څخه وروسته د پوځ له خوا له قدرت څخه لیرې کړای شوو. د هغه له راپرځولو سره نوي حکومت د اخوان المسلمین د غورځنگ په ټکولو لاس پورې کړ.

د اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خوا د اخوان المسلیمن د منع کولو څخه وروسته د دغه غورځنگ په سلهاو غړي ووژل شولو او په زرهاو نور په بند محکوم او زندان ته واچول شول. السیسي د مرسی د ولسمشري په وخت کې د پوځ مشرې په غاړه درلوده. هغه د مرسي پر ضد په کودتا لاس پورې کړ او له قدرت څخه هغه لیری کړ.

سر بیره پر دې تیره میاشت مرسي په یوه بله قضیه کې په دې تور چې گواکې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې په ۲۰۱۲ کال کې د احتجاج کونکو پر خلاف له زورزیاتی خخه کار اخیستی، په شلو کلونو بند محکوم شوی هم دی. د بشري حقونو سازمان، «امنستی انترنشنل» دغه حکم له « عدالت سره مغایرت» وگاڼه.

حتي که چیری د مصر ستر مفتي ( مذهبی مرجع) د مرسي د اعدام حکم تصویب هم کړی، بیا هم هغه د اسیتناف حق لري.