محمد مرسي په شل کاله بند محکوم شو
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سهشنبه
یوې مصرۍ محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپریل ۲۱مه) د دغه هیواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي ته د۲۰ کالو بند سزا واوروله. پر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین غړی دی، د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ تاوتریخوالي ته د لمسولو تور وو چې د درو کسانو په وژلو تمام شوي وو.
خو دغه حکم قطعي نه دی او محمد مرسي کولای شي د له سره د غور کولو غوښتنه وکړي. محمد مرسي چي په ۲۰۱۳م کال کې تر سترو لاريونونو وروسته د مصر د پوځ له خوا گوښه شو، څو نور تورونه هم ورباندي لگېدلي دي، چې امکان لري په اعدام محکوم شي.
مرسي او د اخوان المسلمين څو نور غړي د مصر و دښمنو هيوادونو ته په جاسوسۍ او په ۲۰۱۱م کال کي د مصر د پخواني مجهور رئيس حسني مبارک پرضد احتجاجونو پرمهال له زندانه د تښتې په تور هم محاکمه کيږي. په دې اړه کيدای سي محاکمه د می مياشتي په نيمايي کي جوړه سي.
په ۲۰۱۳م کال کې د محمد مرسي له راپرځول کیدو راهیسې د مصر حکومت د اخوان المسلمین د غړو پر ضد ډیري دوسیې پرانیستي دي. په ځینو قضیو کې د اخوان المسلمین غړي د مرگ په سزا هم محکوم شوي دي.
د محکمې د سه شنبې ورځې حکم پر محمد مرسي سربیره نورو ۱۴ تورنو کسانو باندي هم د تطبیق وړ دی، چې له دغي ډلي څخه اووه تنه فراريان دي.